د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې "د طالبانو حکومت په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ خبریالان نيولي" دي


افغان خبریالان - انځور له ارشیفه
افغان خبریالان - انځور له ارشیفه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي.

هغه مرکز د دیسمبر پر ۲۷مه، په خپل کلني راپور کې ويلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې په افغانستان کې ۲ افغان خبریالان وژلي شوي، ۳ ژوبل شوي او ۳۴ نيول شوي دي. د راپور ترمخه، هغه دوه خبریالان د اکتوبر په مياشت کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د نښتو په مهال وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت لخوا له نيول شويو خبریالانو څخه ۵ یې لا هم په زندان کې دي. په راپور کې ويل شوي چې ۱۶۶ داسې پېښې یې ثبت کړي چې ښيي چې د طالبانو حکومت، رسنيوو او خبریالانو ته ګواښونه کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۵ کال کې په ۱۷ نورو ولایتونو کې هم په رسنيوو کې د ژ،نديوو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګولی. په دې توګه د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه اوس په ۲۳ ولايتونو کې دا بندیز عملي شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲ ټيليويژنونه او ۲ راډيوګانې تړل شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري حکومت چپه کړ او خپله سختدريځه واکمني يې پيل کړه. دوی تر هغه وروسته، پر رسنیو ګڼ محدودیتونه ولګول. پر دې سربیره، له افغان رسنيو سره نړيوالې مرستې هم کمې شوې دي. دا هر څه په هغه هېواد کې د سلګونو رسنیو د تړل کېدو او په زرګونو خبریالانو د بې روزګارېدو سبب شول.

په خبري کنفرنسونو کې ښځينه خبریالانو ته اجازه نه ورکول جنسيتي تبعیض دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې ويلي چې د طالبانو سختدريځه چلند، ښځينه خبریالانې ډېرې ځپلې دي. په رسنيو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بېلابېلو بندیزونو له امله په زرګونو خبریالانو يا دندې پريښې او يا هم د خوندي ژوند په لټه نورو هېوادونو ته کډه شوې دي. د هغه مرکز ترمخه، کومې خبریالانې چې لا هم په افغانستان کې کار کوي، له ګټو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه مرکز په خپل راپور کې زیاته کړې چې "د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په مطبوعاتي کنفرانسونو کې له ګډونه د ښځینه خبریالانو مخنیوی یا په ژوندیو خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو غږونو سانسورول د ویرې، فشار او سخت جنسیتي تبعیض د پالیسۍ د ترویج بېلګې" دي.

په همدې حال کې هغه خبريالان چې د طالبانو لخوا زندان ته اچول شوي، وايي له روحي ستونزو سره مخ شوي دي. په دوی کې يو تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته ويلي چې په بندیخانو کې ورسره ډېره بده رویه شوې وه. "کله چې یې موږ ونیولو، داسې چلند یې کاوه لکه یو خطرناکه جنایت کار یې چې نیولی دی. تورې کڅوړې یې راواغوستلې. لاسونو ته یې زولنې راواچولې. موږ یې ډېر بد وضعیت زندان ته انتقالولو."

د طالبانو حکومت پر رسنيوو او خبریالانو فشار نه مني. دوی دريځ لري چې کوم محدوديتونه لګول شوي هغه د شرعي چوکاټ له مخې دي. خو د شرعي چوکاټ په اړه یې وضاحت نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG