د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ يو وخت "د رڼاګانو ښار" په نوم پېژندل کېده. شنه پارکونه، پراخ او پاک سړکونه، تفريحي ماښامونه او د شپې تر ناوخته له څراغونو او ځايي خلکو او سيلانيانو ډک ښار اوس يو بدل تصوير وړاندې کوي.
د هغه هېواد تر ټولو لوی تجارتي او ساحلي ښار اوس د بل هر ښار پرتله تر ټولو زيات کثافات توليدوي او ځينې خو ان اوس "د کثافاتو ښار" ورته وايي. په کراچۍ کې له لارو او کوڅو نيولې د عرب سمندرګي تر غاړو او خالي ميدانونو د پلاسټيکو او نورو کثافاتو او خځلو ډېرانونه تر سترګو کېږي. بلخوا د اقليمي بدلون له امله اوس زياتره شنه پارکونه او د سړکونو پر غاړو ونې او واښه د تندې يا نه پاملرنې له امله زيړبخون ښکاري.
د کراچۍ په قايد اباد سيمه کې ۸۱ کلن جلات خان ترين له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې په هغه ښار کې ژوند کوي. نوموړی وايي، کراچۍ اوس د رڼاګانو ښار نه دی پاتې بلکې د هغه په وينا، اوس هلته هر ځای د کثافاتو ډېرانونه دي چې په ورځو ورځو کثافات پکې پراته وي. "اوس تر پخوا ۵۰ چنده کچره زياته شوې ده. مخکې کچره کمه وه، ګاډيانو به وايستله. اوس کچره دومره زياته شوه چې ګاډيانې نه په رسېږي. مخکې که د کراچۍ ابادي ۵۰ لکه وه، اوس تر دوه کروړه (۲۰ مېليونه) اوښتې ده. د پاکستان د څلورو واړو صوبو خلک کراچۍ ته راځي. دا کچره به پخوا د سېمېنټو کارخانو ته وړل کېدل او هلته به سوځول کېدل. اوس زموږ خوا ته چينچي رکشې راځي، يوه پهره کچره يوسي، خو هلته لږ تر لږه څلور پهرې کچره پرته وي."
په کراچۍ پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد مشال راډيو ته وايي چې د دوی له څېړنو سره سم په کراچۍ کې هره ورځ څه باندې ۲۰،۰۰۰ ټنه کثافات توليدېږي چې د کورونو، دوکانونو، فابريکو او تعميراتي شرکتونو هغه پکې شامل دي. "يو خو له کورونو څخه کچره راوځي. بلخوا په بازارونو او دوکانونو کې ډېره زياته کچره پيدا کېږي چې زياتره يې پلاسټيکي توکي دي. پر دې سربېره، زيات کارتنونه او ګتې د کچرې سبب ګرځي. په دې کې د کارخانو او تعميراتي شرکتونو کثافات هم شامل دي. يعني په مختلفو ځايونو کې مختلف کثافات توليدېږي، هم له تجارتي سرچينو او هم له کورنيو سرچينو څخه."
نوموړی زياتوي چې په دې کثافاتو کې څه باندې ۲۰ سلنه يې يوازې پلاسټيکي کثافات دي. د هغه په وينا، د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې له مخې حکومت د کراچۍ نفوس يوازې ۲۰ مېليونه يادوي، خو دی او همکاران يې د خپلو څېړنو پر اساس ادعا کوي چې په هغه ښار کې تر ۳۰ مېليونه زيات کسان ژوند کوي او دوی د سړي سر پيمانې په نتيجه کې د کثافاتو اندازه معلومه کړې ده. ځينې نور څېړونکي بيا دا شمېره د ورځې پر سر شاوخوا ۱۵،۰۰۰ ټنه يادوي.
د سيند صوبې د جامدو کثافاتو د مديريت اداره ادعا کوي چې په کراچۍ کې هره ورځ شاوخوا ۱۲،۰۰۰ ټنه کثافات توليدېږي، چې تر ۱۰،۰۰۰ ټنه پورې يې دوی ټولوي او پاتې کثافات د ښار په نورو ساحو کې توليدېږي چې د هغوی اړونده ادارې يې خپله غونډوي او بيا يې د کثافاتو د ذخيره کولو ساحو ته لېږدوي.
د دغې ادارې وياندې الماس اياز مشال راډیو ته وويل چې هغوی په ورځ کې دوه ځله له ښاره کثافات ټولوي. "دا يوه روانه پروسه ده. زموږ عمله پر دوو ډلو وېشلې ده. يوه ډله سهار له ښاره کثافات راغونډوي او بله بيا مازيګر خپل کار کوي. که چيرې دا کثافات پاک نه شي نو تاسو يې ليدلای شئ. خو زياتره وخت چې کوم کثافات موجود وي، نو هغه د سهارنۍ ډلې تر صفايي وروسته خلکو تازه غورځولي وي. دا ټول کثافات موږ دوو ځانګړو ساحو ته وړو او هلته يې ذخيره کوو."
نوموړې زياته کړه چې په هره سيمه کې د کثافاتو د انتقالولو ځايونه جوړ شوي، او کثافات لومړی هلته وړل کېږي او بيا له هغو ځايونو دوو ځانګړو مرکزي ساحو ته وړل کېږي او هلته ځای پر ځای کېږي.
کراچۍ کې د کثافاتو غورځولو مرکزي ډېرانونه
په کراچۍ کې د جام چاکرو او ګوند پاس په نومونو د کثافاتو غورځولو مرکزي ډېرانونه شته چې د سيند د صوبايي حکومت په وينا هر يو يې شاوخوا ۵۰۰ ايکړه رقبه لري. دا کثافات هلته پر هواره ځمکه غورځول کېږي چې اوس د کثافاتو غرونه ورڅخه جوړ شوي دي.
که څه هم د سيند صوبې د جامدو کثافاتو د مدیریت ادارې ويانده الماس اياز وايي چې دا مرکزونه يې د کراچۍ ښار له مرکزي ساحې څخه شاوخوا ۳۰ کلوميټره ليرې جوړ کړي دي خو د روغتيا پوهانو په وينا دا د شاوخوا سيمو د اوسېدونکو روغتیا او همدارنګه د چاپیریال لپاره د پام وړ خطرونه رامینځته کوي.
د کراچۍ په ډاو دولتي روغتون کې د ساري يا عفوني ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر سعيد احمد خان مشال راډيو ته وويل چې کثافات بېلا بېل ډولونه لري چې له امله يې يوشمېر ناروغۍ پيدا کېږي. "له کثافاتو د خېټې او څرمنې بېلا بېلې ناروغۍ پيدا کېږي. له طبي کثافاتو او سرنجونو مختلف وايرسونه لکه هېپاټايټس بي او سي (تور او ژړ ژړی) خپرېدای شي. د کارخانو له کثافاتو مختلف کيمياوي مواد راوځي چې د انسان پر بدن ناوړه اغېز کوي او له هغوی د څرمنې او سرطان (کينسر) ناروغۍ پيدا کېږي. له فابريکو څخه داسې لوګی او ګيسونه راوځي چې هغه د ساه د ناروغيو سبب ګرځي، لکه نمونيا او ساه لنډي، او دا ډول د څرمنۍ ناروغۍ پيدا کېږي او سترګې خرابېدای شي."
د پلاسټيک کثافات
د پلاسټیک تولید په تېرو ۷۰ کلونو کې په چټکۍ سره زیات شوی دی. د "ورلډ اين ډېټا" ووبپاڼې له راپور سره سم، په ۱۹۵۰ز کال کې نړۍ یوازې دوه مېلیونه ټنه پلاسټیک تولیداوه، خو اوس یې د کال پر سر تولید له ۴۵۰ مېلیونه ټنو څخه زیات شوی دی.
د اسيايي پرمختيايي بانک د ۲۰۲۲ز کال په يو څېړنيز راپور کې راغلي دي چې پاکستان هر کال شاوخوا ۴۹.۶ مېلیونه ټنه جامد کثافات تولیدوي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۸۷,۰۰۰ ټنه کېږي. راپور زياتوي چې د لویو ښارونو پرته، چیرې چې د کثافاتو ټولولو کچه شاوخوا ۸۰ سلنه ده، د هغه هېواد پاتې برخه کې د کثافاتو ټولولو اوسط کچه شاوخوا ۵۰ سلنه ده.
يو شمېر نورې څېړنې ښيي چې په پاکستان کې هر کال شاوخوا څلور مېليونه ټنه پلاسټيکي کثافات توليدېږي، چې زياتره یې په ځمکه او اوبو کې خپرېږي يا په "بې مديريته" مرکزي ډېرانونو کې غورځول کېږي.
پلاسټيکي کثافات ډېری وخت له ځمکې سمندر ته داخلېږي، چې په دې کې مستقیمې اچونې، د سمندر پر غاړه پرېښوول شوي پلاسټيکي مواد، یا له سیندونو، د ناولو اوبو له چريو يا ويالو، باد یا څپو لخوا انتقالېدل پکې شامل دي.
په پاکستان کې د چاپيريال ساتنې په غير دولتي ادارې، "ورلډ وايډ فنډ" کې د هغه هېواد د جنوبي سيمو مشر او د سمندري چارو منتظم غازي صلاح الدين مشال راډيو ته وويل چې د کراچۍ په عرب سمندرګي کې زياتره وخت له پلاسټيکه جوړ مواد لکه پلاسټيکي کڅوړې، ډبې، بوتلونه، ګلاسونه، غابونه او کاچوغې پر ساحلونو له خلکو پاتېږي او په اوبو ګډېږي چې ابي حياتو يا سمندري ژويو ته زيان رسوي.
نوموړی زياتوي چې پلاسټيک سلګونه کلونه عمر لري او په سمندر کې د وخت په تېرېدو سره په وړو ذراتو کې تقسيم شي، چې ځينې کبان د خوړو يا وړو کبانو فکر ورباندې وکړي او هغه وخوري چې زښت زيان ورته رسوي. "زموږ په سمندرونو کې يوشمېر ډوله ژوي شته چې د پلاسټيک تر خوړلو وروسته مړه شي. بلخوا د سمندر پر سر چې کوم پلاسټيکونه پراته وي نو د وخت په تېرېدو سره د لمر رڼا هغه په وړو ټوټو کې مات کړي، چې دې ته مايکرو پلاسټيک ويل کېږي. دا په سمندر کې خپور شي. نو چې هره ورځ زرګونه ټنه پلاسټيک سمندر ته لوېږي او هغه بيا په وړو ټوټو کې تقسيمېږي، نو که حساب ورته وکړې، د دې شمېر د ماهيانو يا کبانو تر شمېر زياتېږي. د ماهيانو عمر خو ۱۰، ۱۵ يا ۲۰ کاله وي خو د پلاسټيک عمر ۳۰۰، ۴۰۰ يا ۵۰۰ کاله وي. نو يو شی مري نه، خو ډېرېږي، او بل شی ډېرېږي خو مري هم."
بلخوا د کراچۍ په ډاو دولتي روغتون کې د عفوني ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر سعيد احمد خان مشال راډيو ته وويل چې پلاسټيکونه د بېلا بېلو ناروغيو لامل کېږي. "پلاسټيک يو داسې شی دی چې هغه نه ختمېږي. مختلف حکومتونه لګيا دي او کافي کار کوي چې د پلاسټيک پر استعمال باندې بنديز ولګوي، خو بيا هم په مختلفو ځايونو کې پلاسټيک په غټ مقدار کې استعمالېږي. د دې ځای پر ځای کول په سمه طريقه نه کېږي نو دا د ناولو اوبو د بهېدو نظام بند کړي او بيا دغه ناولې اوبه د پاکو اوبو له نلليکو سره ګډې شي چې بېلا بېلې ناروغۍ ورڅخه پيدا کېږي."
روغتيا پالان د پوليو يا ګوزڼ وايرس د خپرېدو يو لامل همدا ناولې اوبه ګڼي. ځکه دا وخت په نړۍ کې يوازينې دوه هېوادونه افغانستان او پاکستان دي چې هلته لا هم د پوليو ناروغي له مينځه نه ده تللې.
د پاکستان د سيند صوبې د چاپيريال، اقليمي بدلون او ساحلي پرمختګ وزير دوست محمد راهيمون مشال راډيو ته وويل چې پلاسټيکي کثافات يوه لويه ستونزه خو د دوی حکومت يې د هوارولو لپاره اقدامات کوي. "موږ په ۲۰۱۳ز کال کې د ماحولياتو قانون جوړ کړ او د پلاسټيکي کڅوړو پر کارولو مو بنديز ولګاوه. موږ په چاپيريال کې حل کېدونکې کڅوړې معرفي کړې. هغه په ځينو مرکزي دوکانونو کې شته، خو هر ځای نه دې موجود. موږ په سيند کې دا ستونزه لرو چې دلته له ايران او همدا ډول له پنجاب څخه پلاسټيکي کڅوړې راځي. موږ د پلاسټيک جوړولو د ځايي کارخانو د کنټرلولو هڅه کوو، خو له صوبې او هېواده بهر راتلونکي پلاسټيکي کڅوړې زموږ لپاره ستونزه جوړوي."
بلخوا په کراچۍ پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد مشال راډيو ته وايي چې په کراچۍ او د سيند په نورو ښارونو کې د پلاسټيک جوړولو سلګونه کارخونې شته چې پلاسټيکي کڅوړې توليدوي. "دا ډېر لوی صنعت دی. په کراچۍ کې داسې سلګونه کارخانې شته چې پلاسټيکي کڅوړې او له پلاسټيکه جوړ نور شيان جوړوي او بيا يې خرڅوي. هغوی له بهره د پلاسټيک دانې واردوي او بيا له هغه څخه بېلا بېل شيان جوړوي. په دې کارخانونو کې لکونه خلک او مزدوران کار کوي. دا پلاسټيکي کڅوړې دومره ژر له مينځه نه ځي. د دې لپاره اوږدمهاله پلان په کار دی."
د کثافاتو د تصفیې د اغېزناک او عصري نظام نشتوالی
که څه هم په کراچۍ کې هره ورځ زرګونه ټنه کثافات توليدېږي، خو په هغه ښار کې د کثافاتو د تصفیې اغېزمن او عصري نظام نه شته.
په کراچي پوهنتون کې د چاپيريال ساتنې د مطالعاتو ادارې ښوونکی او د هوا او ساحلونو د ککړتيا څېړونکی ډاکټر وقار احمد مشال راډيو ته وايي چې په کراچۍ کې په رسمي ډول نه پر دولتي او نه هم پر غير دولتي کچ د کثافاتو د تصفيې او له هغې د نويو موادو د جوړولو لپاره کارخونې شته، خو نوموړی زياتوي، "په کراچۍ ښار کې زرګونه بلکې لکونه داسې ريسايکلرز، يعني داسې کسان چې هغوی کثافات په کار راولي او نوي شيان ورڅخه جوړوي، شته، چې هغوی له کوڅو او سړکونو او ورسره له کورونو په مستقيم ډول کثافات ورغونډوي او له هغو ځايونو ګټور يا په کار راتلونکي شيان وړي، لکه کاغذونه، د کاغذ کارتنونه، پلاسټيک، ښيښې او اوسپنه غوندې شيان له ځان سره وړي."
نوموړی زياتوي چې دغه کسان دغه راغونډ کړي شيان د ګوتو په شمېر ځينو مرکزونو يا شرکتونو ته لېږدوي او هغوی يې بيا پرمخ په کارخونو کې په کار راولي او نوي شيان ورڅخه جوړوي.
د "ګرين ارت پاکستان" يا د پاکستان د شنې ځمکې په نوم د کثافاتو د تصفيه کولو او له هغوی د نويو شيانو جوړولو غير دولتي شرکت له ۱۹۹۶ز کال راهيسې په لاهور کې فعاليت کوي. د دې شرکت د تجارتي پرمختګ د څانګې مشر سيد بلال ترمذي مشال راډيو ته وايي چې هغوی د کراچۍ په شمول له ټول پاکستانه د کار وړ کثافات ورغونډوي.
نوموړي زياته کړه چې هغوی هره ورځ له ۱۰۰ ټنه څخه تر ۴۰۰ ټنه پورې کثافات په کار راولي او له هغوی نوي شيان جوړوي.
د ترمذي په وينا، په پاکستان کې د بېلا بېلو ډولونو د کثافاتو د بېلوالي نظام نه شته چې له امله يې زياتره کچره ضايع کېږي. "د پاکستان او د نورې نړۍ په کثافاتو کې توپير شته. د پاکستان په کثافاتو کې يوازې له ۱۰ څخه تر ۲۰ فيصده پورې داسې کثافات شته چې هغه د دې وړ دي چې و کارول شي او نوي شيان ورڅخه جوړ شي. په پاکستان کې دا وخت هره ورځ له ۸۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ ټنه پورې کثافت توليدېږي."
د پاکستان د سيند صوبې د چاپيريال، اقليمي بدلون او ساحلي پرمختګ وزير دوست محمد راهيمون وايي چې صوبايي حکومت د کثافاتو د بيا کارولو او له هغوی د نويو شيانو د جوړولو لپاره د کارخونې د جوړېدو لپاره هڅې کوي او په دې لړ کې يې کار ته دوام ورکړی دی.