د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو په غزې کې د عملیاتو د پراختیا تر خبرداري وروسته پر روغتون برید کړی دی


فلسطینیان په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون تر برید وروسته له ړنګې ودانۍ سره ولاړ دي - د اپرېل ۱۳مې انځور.
فلسطینیان په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون تر برید وروسته له ړنګې ودانۍ سره ولاړ دي - د اپرېل ۱۳مې انځور.

اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته په غزه کې پر یو روغتون برید کړی دی چې د دفاع وزیر اسراییل کټڅ په تړانګه کې د پوځي عملیاتو د پراختیا خبرداری ورکړ.

نوموړي دا خبرداری د اپرېل پر ۱۲مه تر هغې وروسته په بیان کې کړی چې اسراییلیو ځواکونو په سیمه کې پر یو امنیتي دهلېز ولکه ټینګه کړه.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د دهلېز په نیولو د مصر پولې ته نېږدې رفح ښار له پاتې تړانګې بېل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په بیان کې د خان یونس ښار او شاوخوا سیمو پر لسګونه زره اوسېدونکو د خپلو مېنو خالي کولو غږ شوی دی.

په همدې حال کې اسوشيېټېډ پرېس اژنس ویلي دي چې اسراییلیو ځواکونو د اپرېل پر ۱۳مه تر لمر خاته مخکې په غزه ښار کې پر الاهلي روغتون برید وکړ.

اژانس په غزه کې د روغتیا وزارت په حواله وايي چې اسراییلو ځواکونو ورته تر حملې مخکې د روغتون خالي کولو امر کړی وو. وزارت په بیان کې ویلي چې کارکوونکو ډېری مریضان وایستل خو یو کس، چې ورته پر وخت بیړنۍ طبي مرسته نه وه رسېدلې، د ودانۍ خالي کولو پر وخت ومړ.

د جرمني خبري اژانس وايي چې اسراییلیو ځواکونو برید تایید کړی دی او ویلي یې دي چې موخه یې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د قوماندې مرکز په نخښه کول وه.

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کټڅ د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې د حماس د ختمولو او ورڅخه د ټولو یرغملیانو د خلاصولو هوډ ښوولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حماس ویلي دي چې له اسراییلو سره یې د اوربند په هوکړه کې پرمختګ کړی دی.

اسراییلو د مارچ پر ۱۸مه له حماس سره اوربند ختم کړ او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک د اپرېل پر درېیمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د منځني ختیځ او غزې پر وضعیت غونډې ته ویلي ول چې له مارچ راهیسې په غزې کې په اسراییلیو عملیاتو کې ۱،۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس د مارچ ۱۸مې تر بمبارۍ وروسته ویلي ول اسراییلو نه یوازې د اوربند د موافقې سرغړونه کړې بلکې په غزه کې یې ۵۹ یرغملیان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړي دي.

د یرغملیانو او د هغوی د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه وه چې په غزه کې تر څه باندې یو کال وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شو.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG