د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې د خوړو پر وېش ځایونو د اسراییلیو ځواکونو ډزو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي دي


په غزې کې یوه ښځه د اسراییلو په برید کې د وژل شویو خپلوانو د جنازې پر مهال ویر کوي - د اګست درېیمې انځور.
په غزې کې یوه ښځه د اسراییلو په برید کې د وژل شویو خپلوانو د جنازې پر مهال ویر کوي - د اګست درېیمې انځور.

روغتیايي چارواکي او عیني شاهدان وايي، اسراییلیو ځواکونو په غزې تړانګه کې د خوراکي مرستو ترلاسه کولو لپاره پر منتظرو خلکو په ډزو کې لږ تر لږه ۲۳ زیات کسان وژلي دي.

د غزې په جنوب کې د نصر روغتون چارواکو اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي، د اګست پر درېیمه ورته د مرستو له بېلابېلو وېش ځایونو څخه جسدونه لېږدول شوي دي.

یو عیني شاهد یوسف عابد اژانس ته ویلي، د مرستو وېش ځای ته روان وو چې له "ناتاره ډزو" سره مخامخ شو او چې شاوخوا یې ولیدل نو لږ تر لږه درې تنه یې ولیدل چې پر ځمکه پراته ول او له وجود څخه یې وینه بهېده.

دی زیاتوي، د "ډزو له وجې و نه توانېد چې هلته ایسار شي او له هغوی سره مرسته" وکړي.

اژانس وايي، د څه باندې دوه مېلیونه ابادۍ (نفوس) لرونکې غزې زیاتره وګړي له نهیلۍ سره مخامخ دي او کارپوهانو خبرداری ورکړی چې تړانګه د اسراییلو د محاصرې او شاوخوا دوه کلنې جګړې له وجې له قحطۍ سره مخامخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ اسراییلو وویل، د غزې په ځینو برخو کې هره ورځ د ۱۰ ساعتونو لپاره خپل عملیات دروي او د نویو دهلېزونو له لارې به د تړانګې اوسېدونکو ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

په غزې کې یوه ښځه د مرستو له ترلاسه کولو وروسته له بچیو سره یوځای لوبیا خوري - د اګست لومړۍ انځور.
په غزې کې یوه ښځه د مرستو له ترلاسه کولو وروسته له بچیو سره یوځای لوبیا خوري - د اګست لومړۍ انځور.

په همدې حال کې رویټرز اژانس په غزه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، تر واک لاندې د روغتیا وزارت په حواله وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سیمه کې شپږ نور کسان د لوږې او خوارځواکۍ له وجې مړه شوي دي.

اژانس د اګست پر درېیمه خبر ورکړ چې د وزارت له غونډو کړیو ارقامو له مخې، په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې د ۹۳ ماشومانو په ګډون ۱۷۵ کسان د خوارځواکۍ له وجې مړه شوي دي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG