د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د ملي امنیتي شورا سېکرټر له پاکستانیو چارواکو سره پر "امنیتي" موضوعاتو غږېدلی


د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف د ایران د امنیتي شورا له سېکرټر علي لاریجاني او نورو چارواکو سره د لیدو پر مهال - د نومبر ۲۵مې انځور.
د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف د ایران د امنیتي شورا له سېکرټر علي لاریجاني او نورو چارواکو سره د لیدو پر مهال - د نومبر ۲۵مې انځور.

د ایران د سترې ملي امنیتي شورا سېکرټر د پاکستان له وزیراعظم، ولسمشر او د پوځ له مشر سره د سیمه ییز امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې علي اردشېر لاريجاني د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د پوځ له مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره ولیدل.

بیان وايي، دواړو چارواکو پر "دوه اړخیزه همکاریو او سیمه ییزو امنیتي مسایلو" خبرې وکړې.

د ای اېس پي ار په خبره، منیر په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران ترمینځ د "ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د نېږدې همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ."

علي لاریجاني د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره ولیدل.
علي لاریجاني د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره ولیدل.

د پوځ بیان زیاتوي، لاریجاني په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړي کولو هوډ وښود.

لاریجاني د نومبر پر ۲۵مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته له وزیراعظم محمد شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره هم ولیدل.

د پاکستان حکومت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې شریف له ایران سره د خپلو "تاریخي" او "نېږدې" اړیکو پر پیاوړتیا او پراخولو ټینګار وکړ او په "سختو وختونو کې یې له پاکستان سره د یووالي په ښودو" ورڅخه "مننه" وکړه.

د پاکستان ولسمشر دفتر د نومبر پر ۲۵مه پر اېکس په بیان کې ویلي چې اصف علي زرداري د ایران د ملي امنیتي شورا له سېکرټر علي لاریجاني سره پر "دوه اړخیزو تعلقاتو، سیمه ییز امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې پر همکارۍ، د ایران-پاکستان ګیسو نللیکې" او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې.

د ایران - پاکستان د ګیس (ګازو) نللیکې پروژه له کلونو راهیسې د پانګې د کمښت او پر ایران د امریکا په ګډون د نړیوالو بندیزونو له کبله د پيدا شویو اندېښنو پر اساس د ځنډ ښکار او له ننګونو سره مخامخ ده. د دواړو هېوادونو چارواکو د ۲۰۰۹ز کال په جون کې، "د ګازو د پلور او پېر" ۲۵ کلن تړون لاسليک کړ او ټاکل شوې وه چې هغه پروژه په ۲۰۱۴ز کال کې بشپړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې ویلي چې لاریجاني په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر او د وزیراعظم له مرستیال اسحاق ډار سره ولیدل او دواړو مشرانو د سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د همکاریو د پیاوړي کولو هوډ تکرار کړ.

لاریجاني د نومبر پر ۲۵مه اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پر هوايي ډګر خبریالانو ته وویل، د "سیمې بدلېدونکو شرایطو" ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمینځ د "همکاریو زیاتول اړین" دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ډار په مشرۍ یو پلاوی به "ډېر ژر" له ایران سره د اړیکو پیاوړي کولو په موخه تهران ته ورشي، خو د سفر نېټه یې نه ده ښوولې.

د پاکستان چارواکو په خپلو بیانونو کې نور معلومات او تفصیل نه دی ورکړی خو شنونکي وايي د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو ترمینځ د اړیکو ښه کول هم اسلام اباد ته د لاریجاني د سفر یوه موخه کېدای شي.

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طارق عزیز د نومبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، تهران او اسلام اباد په سیمه ییزو او نړیوالو کشالو کې د یو بل ملاتړ ته اړتیا لري.

دی وايي، "د افغانستان په اړه ايران ، چين ، روسیې او پاکستان [د مسکو فارمېټ په نوم] يوه ډله جوړه کړې ده چې وروستۍ ناسته يې په اکتوبر کې په مسکو کې وشوه. نو پر دې موضوع خو د دوی ترمينځ خبرې روانې وي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي خو ظاهره خبره ده کله چې په سيمه کې د امنيت خبره کيږي نو د افغانستان ذکر به ضرور" کېږي.

د مسکو فارمېټ په هغه غونډه کې د هند، قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو هم ګډون کړی وو.

د پاکستان او ایران چارواکو تېر کال تر لنډ وخته د اړیکو تر خرابېدو وروسته د تعلقاتو د ښه کولو هڅو ته دوام ورکړی دی. ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ز کال په اګست کې له یو پلاوي سره اسلام اباد ته ولاړ. دواړو هېوادونو هغه مهال د کلنۍ دوه اړخیزه سوداګرۍ کچ "۱۰ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو" ته پر رسولو او د "دفاعي همکارۍ" پر لا پیاوړي کولو سلا شوي ول.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.

تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.

XS
SM
MD
LG