د هند او جنوبي افريقا د کرکټ ملي لوبډلې په پینځمه او وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د ډېسېمبر ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.
تر اوسه پورې له شویو سیالیو څخه یې هند دوه او جنوبي افریقا یوه ګټلې او څلورمه لوبه د لوګجنې لړې له وجې لغوه شوې وه.
تر دې مخکې هند د درې یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې مېلمنې لوبډلې ته ماته ورکړې وه.