د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) بنسټګر عمران خان د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ډرون بریدونه غندلي دي.
عمران خان، چې دا مهال د درغلۍ په تورونو کې د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی، دا بیان د مې پر ۲۲مه پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی دی.
نوموړی وايي: "زه نن په خیبر پښتونخوا کې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو خبر شوم. زه په دغو بریدونو کې د پاکستان د ولسي وګړو پر شهادت زیات خواشینی یم او په کلکه یې غندنه کوم. زه د خیبر پښتونخوا حکومت ته لارښوونه کوم چې مرکزي حکومت ته دې د دغو بریدونو پر ضد خپل احتجاج ورسوي او په سمدستي توګه دې يې ودروي."
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د رهبر عمران خان دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ځای پر ځای خلکو د ډرون بريدونو او هاوان (مارټر) بريدونو پر ضد احتجاجونه پیل کړي دي.
د شمالي وزيرستان په میرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف د ځايي خلکو احتجاجي پرلت روان دی. هغوی وايي چې دا احتجاجي پرلت يې تر هغه وروسته پيل کړی دی چې د دوی په وينا د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شول.
پرلتوالو د مې له ۱۹مې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې دي.
عمران خان په خپل بيان کې زياته کړې ده چې د بې ګناه خلکو په نخښه کولو سره له هغه هېواده ترهګري نه ختمېږي بلکې لا پسې زیاتېږي: "زموږ د ډېرو کلونو له هڅو وروسته پر پاکستان د امريکايي ډرون بریدونو لړۍ درېدلې وه. که تاسو [د پاکستان پوځ او حکومت] د ترهګرۍ پر ضد ياست نو د خپلو خلکو پر کورونو بمونه مه غورځوئ."
د پاکستان پوځ یا مرکزي حکومت تر دې مهاله د ډرون بریدونو په اړه د عمران خان نیوکو ځواب نه دی ویلی، خو د پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۱مه په خپاره کړي بيان کې ادعا کړې وه چې هغه بريد د پاکستان پوځ نه، بلکې وسلوالو طالبانو کړی دی. تر اوسه لا هېڅ وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه هم مشال راډيو په خپلواک ډول د دې دعوې پخلی کولی شي.
تر عمران خان وړاندې ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو هم په شمالي وزیرستان کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.
بل پلو عمران خان په خپل بيان کې د فيلډ مارشال رتبې ته پر رسېدو باندې د پاکستان پوځ پر مشر عاصم منير نيوکه کړې او زياته کړې يې ده: "جنرال عاصم منیر فیلډ مارشال شو. خو ښه به دا وای چې د فیلډ مارشال پر ځای یې ځان ته د پاچا لقب ورکړی وای، ځکه چې دا مهال په هېواد کې د ځنګله قانون دی او د ځنګله په قانون کې خو پاچا وي."
دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان مرکزي کابينې د مې پر ۲۰مه د هغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته د "فیلډ مارشل" (مارشال) رتبې د ورکولو منظوري ورکړه.
پوځ لا د عمران خان د بيان په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې مرکزي حکومت ويلي چې د پاکستان پر ايين او قانون عملداري کوي.