چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله د دوو ښځو په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي دي چې دا مرګژوبله د مې پر ۲۷مه په هغه صوبه کې د روانو بارانونو او له هغه سره د تړليو پېښو په نتيجه کې رامينځ ته شوه.
اداره زياتوي چې د باران له امله د هريپور، شانګلې، صوابۍ او پېښور په ګډون په يوشمېر ضلعو کې لږ تر لږه نهه ودانۍ هم زيانمې شوې دي.
د ادارې په وينا، د اغېزمنو ضلعو انتظامي چارواکو ته يې د لارو او سړکونو پرانيستو او ژوبلو ته د روغتيا د وړيا اسانتياوو ورکولو امر کړی دی.
پي ډي اېم اې زياتوي چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې به د ورښتونو دا لړۍ د مې تر ۳۱مې روانه وي.
دا په داسې حال کې ده چې په اپرېل کې هم د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.
تر هغه مخکې د مارچ په پای کې بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي ول.
د خیبر پښتونخوا د کروندګرو د ټولنې مشر رضوان الله خان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته ويلي ول چې د ورښتونو له وجې د غنمو تیار فصل زیانمن شوی او د مېوو باغونه یې خراب شوي دي.
نوموړي زياته کړې وه، پاکستان د پیسو نړیوال له صندوقه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې چارو لپاره مرسته ترلاسه کوي نو حکومت دې د خیبر پښتونخوا له کروندګرو سره هم مرسته وکړي.
تر هغه مخکې بيا د فبرورۍ په پای کې هم په خیبر پښتونخوا کې بارانونو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي ول.
بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.