چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله لږترلږه څلور کسان وژل شوي او نهه ژوبل دي.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد د اپرېل پر ۱۹مه مشال راډیو ته وويل چې دا مرګژوبله په چارسده، خيبر، شانګله، بټګرام او کوز چترال کې رامينځ ته شوې ده. نوموړی زياتوي چې په ژوبلو کې درې ماشومان هم شامل دي.
د پي ډي اېم اې په وينا، په هغه صوبه کې بارانونو او ږلۍ ۱۱ کورونو ته زيان رسولی دی. پي ډي اېم اې زياتوي چې د بارانونو او ږلۍ له امله هلته د غنمو او نورو اجناسو ولاړ فصلونه هم زيانمن شوي دي.
دغه اداره وايي چې ضلعي انتظاميو ته يې لارښوونه کړې ده چې له اغېزمنو کورنيو سره سمدستي مرستې وکړي او ژوبلو ته دې طبي اسانتياوې برابرې کړي.
په خيبر پښتونخوا کې د بارانونو تازه لړۍ د اپرېل له ۱۶مې پيل شوې ده چې لا هم دوام لري. د موسمي چارو اداره وايي، په راتلونکي يو شواروز کې په چترال، دير، شانګله، سوات، بونير، کوهستان او په يوشمېر نورو ضلعو کې هم د باران اټکل شوی دی.
تر دې مخکې د مارچ په پای کې بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي ول.
د خیبر پښتونخوا د کروندګرو د ټولنې مشر رضوان الله خان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته ويلي ول چې د ورښتونو له وجې د غنمو تیار فصل زیانمن شوی او د مېوو باغونه یې خراب شوي دي.
نوموړي زياته کړې وه، پاکستان د پیسو نړیوال له صندوقه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې چارو لپاره مرسته ترلاسه کوي نو حکومت دې د خیبر پښتونخوا له کروندګرو سره هم مرسته وکړي.
تر هغه مخکې بيا د فبرورۍ په پای کې هم په خیبر پښتونخوا کې بارانونو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي ول.
بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.