د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۸ مېليونه خلک بې روزګاره دي


په پاکستان کې خلکو د روزګار لپاره وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي - پخوانی انځور
په پاکستان کې خلکو د روزګار لپاره وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي - پخوانی انځور

د پاکستان حکومت وايي، په هغه ملک کې اته مېلیونه خلک بې روزګاره دي چې په تېرو ۲۱ کلونو کې د بې روزګارۍ په کچ کې اووه فیصده زیاتوالی ښيي.

د نومبر پر ۲۵مه د پاکستان شماریاتو ادارې پر خپله ووبپاڼه ځينې شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې په پاکستان کې ۱۸۰ مېلیونه خلک د کار کولو د عمر دي. د هغې ادارې په وینا، په دوی کې د اتو مېلیونو بې روزګارو خلکو ترڅنګ ۱۱۸ مېلیونه هغه خلک دي چې بې تنخا کار کوي چې پکې په کورونو کې کارکوونکي، د ماشومانو خیال ساتونکي او اوبه وړونکي شامل دي.

د هغو شمېرو له مخې، په پاکستان کې تر ټولو ډېره بې روزګاري په خیبر پښتونخوا او کمه په سيند صوبه کې ده. په خیبر پښتونخوا کې دا فیصدي ۹.۶، په پنجاب کې ۷.۳، په بلوچستان کې ۵.۵ او په سيند کې ۵.۳ ښوول شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د منصوبه سازۍ وزير احسن اقبال د نومبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په ملک کې بې روزګاري د اقليمي بدلون د خرابو اثراتو له وجې زیاته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په ځينو سیمو کې دوامداره وچکالۍ د کرکیلې برخې ته زیان اړولی چې له وجې یې د ډيرو خلکو کار روزګار خراب شوی دی.

خو د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) په خپل يو وروستي راپور کې ويلي ول چې په پاکستان کې د غربت او بې روزګارۍ يوه لویه وجه هلته په حکومتي ادارو کې عامه شوې درغلي ده.

هغې ادارې د نومبر په ۱۹مه د ۱۸۶ مخونو خپور کړي راپور کې زیاته کړې چې که په پاکستان کې درغلې نه وای نو ناخالص ملي توليد به یې له پينځو څخه تر شپږ نيم فیصده زیات شوې وه. په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې درغلي د هغه هېوادو د ګاونډيانو په پرتله ډېره ده او اداري فساد د حکومت په هره اداره کې ریښې کړې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې په پاکستان کې د بېلابېلو حکومتونو په وخت کې مالدارو خلکو د درغليو څخه له ډک دولتي نظامه ګټه پورته کړې او نورې ډېرې پيسې يې پيدا کړې دي.

په ۱۹۴۷ز کال کې تر جوړېدو وروسته، پاکستان له ای اېم اېف څخه ۲۴ ځلې پور اخیستی چې اربونو ډالرو ته رسېږي. د پاکستان حکومت د هغې ادارې د تازه راپور په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG