د بنو ځايي خلک او د استخباراتي ادارې چارواکي وايي چې د هغې ضلعې په سردي خېلو سيمه کې د نومبر پر ۱۱مه په ډرون بريد کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
ځايي کسانو مشال راډيو ته وويل چې بريد د جانيخېلو (ځونيخېلو) تاڼې په حدودو کې، په سردي خېلو منډۍ کې وشو، چې يو ماشوم هم پکې وژل شوی دی.
استخباراتي چارواکو هم مشال راډيو ته د ولسي مرګژوبلې پخلی کړی دی او ويلي یې دي چې امنيتي ځواکونه هلته وخت په وخت د وسلوالو خلاف عمليات کوي، خو د نومبر ۱۱مې په بريد کې وسلوالو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
په بنو کې تر دې وړاندې هم ګڼ کسان په ورته بريدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي، او خلکو يې پرضد په وار وار احتجاجونه کړي دي.
د بنو په جانيخېلو (ځونيخېلو) کې د اکتوبر پر ۱۳مه په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.
د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې وخت په وخت ډرون بريدونه کېږي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د اکتوبر پر ۲۳مه په باجوړ کې پر یو کور د ډرون برید په نتیجه کې څلور کسان ژوبل شوي ول.
پر همهغه ورځ د بر جنوبي وزيرستان په سروکي تحصيل کې پر يو کور د هاون مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو له امله يو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي ول.
تر هغه يوه ورځ وړاندې، د نومبر پر ۲۲مه د بر جنوبي وزيرستان د لده سيمې په بورکی کلي کې په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي ول.
د سېپټېمبر پر ۱۷مه د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي ول.
تر هغه وړاندې د اګست پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه ژوبله شوې او د غېږې ماشوم یې وژل شوی دی.
تر هغه وړاندې، د اګست پر لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور په ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبلې شوې دي.
هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.
د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي هم ويلي دي چې د وسلوالو ضد په پوځي عملیاتو کې ولسي خلک ځپل شوي نو ځکه د نورو پوځي عملیاتو ملاتړ نه شي کولای.
بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.