د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مفتي منیر شاکر په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون کړی دی


مفتي منير شاکر له ازادي راډيو سره د مرکې پر مهال ـ انځور له ارشيفه
مفتي منير شاکر له ازادي راډيو سره د مرکې پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د ديني عالم مفتي منير شاکر د جنازې لمونځ په پېښور کې شوی دی.

د پېښور په باغ ناران کې د نوموړي په جنازه کې لسګونه کسانو ګډون وکړ.

شاکر د مارچ پر ۱۵مه د پېښور په اورمړو کې په یوه بمي چاودنه کې تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د پېښور د لېډي روغتون وياند محمد عاصم رسنيو ته په لېږدول شوي ويډيويي پيغام کې وویل چې نوموړی د مارچ پر ۱۵مه مازيګر مهال په زخمي حالت کې ولېږدول شو چې وروسته د ژورو ټپونو له امله ومړ.

تر دې وړاندې، د پېښور د اورمړو تاڼې يوه چارواکي مشال راډيو ته وويل چې مفتي منير شاکر د مارچ پر ۱۵مه مازيګر مهال په اورمړو کې جومات ته ننواته چې بمي چاودنه ورباندې شوه.

هغه چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته زياته کړه چې په بريد کې د مفتي شاکر په ګډون درې نور کسان هم ژوبل شول چې وروسته لېډي ريډينګ روغتون ته لېږدول شوي دي.

پر مفتي منیر شاکر د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

نوموړی وروستيو کلونو کې د خپلو لانجمنو او اختلافي ديني بيانونو له امله ډېر شهرت موندلی وو.

هغه له څه مودې راهيسې له پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره هم د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه او د هغوی په غونډو کې ليدل کېده.

نوموړي د پاکستان پوځ پر تګلارو هم نيوکې کولې.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مشر مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.

د هغه بريد مسووليت هم چا نه وو منلی.

XS
SM
MD
LG