د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټ: د روان کال لومړیو ۳ میاشتو کې د خیبر پښتونخوا پر پولیسو ۵۹ بریدونه شوي دي


په ډېره اسماعیل خان کې پولیس او امنیتي او انتظامي چارواکي د وژل شویو پولیسو په جنازه کې ګډون کوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې پولیس او امنیتي او انتظامي چارواکي د وژل شویو پولیسو په جنازه کې ګډون کوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد اداره (سي ټي ډي) وايي چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

هغې ادارې په تازه رپورټ کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی، ویلي دي چې په جنورۍ، فبرورۍ او مارچ پر پولیسو ټولې ۵۹ حملې شوې دي چې پکې ۴۹ پولیس وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي.

سي ټي ډي وايي چې په ټولیز ډول د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ټول ۱۳۱ وسلوال فعالیتونه وشول چې پکې هدفي او نورې حملې او بمي چاودنې شاملې دي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې رپورټ ښيي چې زیاتره وسلوال فعالیتونه د صوبې په جنوبي ضلعو کې شوي دي.

رپورټ وايي، د درو میاشتو په موده کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

سي ټي ډي وايي، په تېرو درو میاشتو کې یې په عملیاتو کې پینځه مطلوب وسلوال نیولي او درې یې وژلي دي.

رپورټ زیاتوي چې پولیسو د عملیاتو پر مهال له وسلوالو څخه په ځانمرګو حملو کې کارېدونکي واسکټونه او ۷۶ کېلوګرامه چوونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

خو دا یوازې پولیس نه دي، بلکې په بېلابېلو ضلعو کې پوځ هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې خپل رپورټ پر داسې مهال خپور کړی دی چې د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، لکي مروتو، ټانک او باجوړ کې په حملو او بمي چاودنو کې د افسرانو په ګډون اووه پولیس وژل شوي او یو ژوبل دی.

په وروستیو کې په اسلام اباد کې د امنیتي چارو یو څېړنیز مرکز په رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې له ټولو حملو څخه یې ۹۲ سلنه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې وسلوال وخت په وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کوي.

په خيبرپښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې بدامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان پوځ د اپرېل پر شپږمه په ډېره اسماعیل خان کې د عملیاتو پر مهال د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې وویل چې عملیات یې د هغه ښار د کلاچۍ په کوټ سلطان سیمه کې کړي دي.

XS
SM
MD
LG