د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې ۱ تن وژلی او ۱۱ یې ټپي کړي دي


د طالبانو د حکومت یو امنیتي سرتېری په دشت برچي کې په یو ګاډي کې پهره کوي - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت یو امنیتي سرتېری په دشت برچي کې په یو ګاډي کې پهره کوي - پخوانی انځور.

په کابل کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپي کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د اګست پر ۱۱مه د کابل ښار په لویدیځ کې په دشت برچي سیمه کې شوې ده.

دی وايي چې بم په یو مساپر وړونکي مرسډیز ډوله موټر کې ایښی وو او زیاتوي چې د طالبانو د حکومت امنیتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې کوي.

پر ټولنیزو شبکو خلکو د پېښې ځای انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي او دعوه کوي چې په چاودنه کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو او د خلکو د دعوو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د اګست پر ۱۲مه د چاودنې ذمه واري منلې او په یو بیان کې یې ویلي دي چې پکې یې ۱۳ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د کابل دشت برچي سيمه، چې ډېری اوسېدونکي يې هزاره شيعه ګان دي، په تېرو کلونو کې هم پکې بریدونه شوي دي. هلته د يوشمېر حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې وه.

د روان کال په جنورۍ کې په دشت برچي کې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل شول.

په کابل کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ د جولای پر ۲۲مه په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

نوموړي طلوع نیوز ټېلېوېژن ته وویل چې داعش ډله یې "ځپلې" او نورې ډلې لکه "القاعده" او تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ ټي‌ پي" چې د امنیت شورا کمېټۍ یې یادونه کړې، په افغانستان کې حضور نه لري.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، خو هغوی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG