د بلوچستان حکومت په کار کې د "غفلت" کولو په تور د کلا عبدالله په ګډون د اتو ضلعو روغتیايي افسرانو دندې ځنډولې دي.
دا تر هغې وروسته ده چې په کلا عبدالله کې د جون پر ۲۹مه د یوې کورنۍ درې ماشومان د شري له وجې مړه شول.
د روغتیا صوبايي وزیر مجیب پانیزي د جولای پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د کلا عبدالله، کلا سیف الله، بوري (لورالایي)، سېوۍ، ډېره بګټي، چاغي، کچي او جل مګسي ضلعي روغتیايي افسرانو په خپل کار کې ناغېړي کړې نو ځکه یې دندې ځنډوي.
د هغو ضلعو افسرانو لا د روغتیا وزیر د اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د کلا عبدالله انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ریاض احمد داوړ د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې په عبدالرحمانزیو کې یې د شري له کبله د ماشومانو تر مړینې وروسته هلته روغتیايي کارکوونکي استولي دي او پکې یې تر ۱۵ میاشتو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي دي.
ده وویل چې په شري اخته یوشمېر ماشومان په ضلعي روغتون کې بستر دي او ډاکتران یې روغتیايي وضعیت څاري.
د داوړ په خبره، حکومت د جون له ۱۸مې څخه تر ۳۰مې پورې په کلا عبدالله کې د پولیو او شري واکسیني کیمپېن ترسره کړی وو.
دی وايي، مړه شوي درې ماشومان د هغې کورنۍ غړي ول چې مور او پلار یې له واکسینولو انکار کاوه.
د بلوچستان روغتیايي چارواکي وايي، په هغه صوبه کې د ګوزڼ او شري زیاتې پېښې ځکه ثبتېږي چې ځینې کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي.
خو د صوبې اوسېدونکو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې چارواکي صحت، تعلیم او نورو اړینو چارو ته پام نه کوي.
شری یوه وایرسي ناروغي ده چې علاج نه لري او ډاکتران وايي چې یوازې واکسین ماشومان له هغه رنځه ژغورلای شي.