د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو د مومندخېلو جرګې پر حکومت د امنیت ښه کولو غږ کړی دی


د مومندخېلو په جرګه کې مشرانو، ځوانانو او سياستوالانو ګډون کړی دی.
د مومندخېلو په جرګه کې مشرانو، ځوانانو او سياستوالانو ګډون کړی دی.

خیبر پښتونخوا په بنو کې د مومندخېلو قبیلې مشرانو پر حکومت غږ کړی چې د ناامنۍ مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي او د سیمې ولس ته د تحفظ ورکړي.

د اکتوبر پر ۲۷مه د ناامنۍ له امله د ورپېښو ستونزو په اړه د شوې جرګې ګډونوالو پر دې خبره ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه دې د وسله والو پرضد د عملیاتو پرمهال د ولس ستونزو ته پام وکړي.

د مومندخېلو دې مشرانو وویل چې په ډرون بریدونو کې په پرله پسې عام خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د دوی په وینا، دا لړۍ پر دې سربېره روانه ده چې حکومتي او امنیتي ځواکونو یې په وار وار د نه تکرارېدو ژمنې هم کړې دي. د جرګې یو مشر امیر فېروز خان مشال راډیو ته وویل:"په هره هفته (شنبه) او اتوار (یکشنبه) په شمالي وزیرستان کې کرفیو لګول کېږي، هغه د بنو او میرامشا له سړک سره تړلې ټول خلک هم متاثره کوي او هم داسې په ډرون بریدونو کې عام خلک په نښه کېږي، د هغوی څه ګناه ده؟"

په بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز د وسلوالو برید پای ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د جرګې یو بل ګډونوال اصغر خان مشال راډیو ته وویل چې ګرځبندیز یا کرفیو هلته د ولس ژوند ډېر متاثره کړی دی او په دې کې دې نرمي وکړل شي.

تر دې وړاندې وړاندې په بکاخېلو، جانيخېلو، لکي مروت او وزیرستانونو کې هم په پرلپسې د ناامنیو پرضد جرګې او لاریونونه شوي دي.

دوی نه یوازې په سیمه کې د امن پر ټینګښت ټینګار کړی بلکې وخت پر وخت یې امنیتي ادارې په دې هم تورنې کړې دي چې ګواکې هغوی د وسله والو پرضد جدي او عملي ګامونه نه پورته کوي.

خو انتظامي او امنیتي چارواکو د نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دوی په سیمه کې امن ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

دوی دعوه کوي چې ګرځبندیز یا کرفیو هم د ولسي وګړو د ژوند خوندي کولو په موخه د پوځي قافلو د تګ راتګ پر وخت لګول کېږي.

د دوی په وینا، هدف یې دا وي چې د ناڅاپي پېښو پرمهال د عام ولس ژوند متاثره نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه په قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې خورا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG