د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو او شمالي وزيرستان کې په هدفي بريدونو کې ۱ پوليس او ۱ ولسي وګړی وژل شوي


په بنو کې پوليس او امنيتي سرتېري د امنيت ټينګولو لپاره راوتلي دي + انځور له ارشيفه
په بنو کې پوليس او امنيتي سرتېري د امنيت ټينګولو لپاره راوتلي دي + انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا پوليس چارواکي وایي چې په بنو او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې وسلوالو یو پوليس او يو عام وګړی وژلي دي.

د بنو پوليس چارواکو رسنيو ته په استول شوي بيان کې ويلي دي چې نن سهار (د اکتوبر پر ۲۸مه) پولیس سرتېری جاوید خان له خوجړي پولیس پوستې څخه کور ته پر لاره وو، چې ناڅرګنده وسلوالو بريد ورباندې وکړ او هغه يې وواژه.

بيان زياتوي، تر پېښې وروسته وسلوال وتښتېدل خو پوليسو يې د لټون عمليات پیل کړي دي.

بلخوا د شمالي وزيرستان پولیس چارواکو مشال راډيو ته وويل چې نن سهار د ميرامشا په يو ځايي مارکيټ کې ناڅرګنده وسلوالو د سردار نواز په نامه يو ځايي کس په ډزو وواژه.

د ميرامشا ځايي اوسېدونکي وايي چې پټمخو وسلوالو د ميرامشا په پاکستان مارکيټ کې د خلکو پر وړاندې پر نواز بريد وکړ او وروسته وتښتېدل.

تر اوسه د دواړو بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۲مه د شمالي وزيرستان د ميرلي په ايپي سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو په يوه ګاډي کې پر روانو شپږو کسانو لومړی ډزې وکړې او هغوی يې ووژل، او وروسته يې ګاډي ته اور ورته کړ او ټول يې پکې وسوځول.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۰مه وسلوالو د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د پولیسو یو پخوانی سرتېری وژلی وو.

په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر ۲۸مې پېښه په روان ۲۰۲۵ز کال کې ۲۱م هدفي بريد وو، چې د زياترو ذمه واري يې چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي. د پاکستان حکومت هم په بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوډ ښوولی دی او وايي چې په دې لړ کې یې د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو، خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زياتوالی پکې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG