د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي امین ګنډه پور د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر په توګه منتخب شوی دی


علي امین ګنډه پور د تحریک انصاف له مخکښه سیاستوالانو یو دی - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.
علي امین ګنډه پور د تحریک انصاف له مخکښه سیاستوالانو یو دی - د فبرورۍ ۱۸مې انځور.

علي امین ګنډه پور د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اکثرو غړو په رایو د اعلاوزیر په توګه منتخب شوی دی.

د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسمبلۍ کې د اعلاوزیر څوکۍ لپاره انتخاب وشو چې پکې ګنډه پور ۹۰ او د مسلم لیګ (ن) نوماند عبادالله ۱۶ رایې ترلاسه کړې.

علي امین ګنډه پور د پاکستان تحریک انصاف له مخکښه سیاستوالانو یو دی او اوسمهال د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر دی.

ګنډه پور تر منتخبېدو وروسته په وینا کې وویل چې په خپلواک حیثیت یې انتخابات ګټلي او په ازاده توګه د صوبې اعلاوزیر غوره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د فبرورۍ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د هغه ګوند ملاتړي خپلواک استازي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

ګنډه پور د صوبې پر خلکو غږ وکړ چې د درغلیو او اداري فساد پرضد دې هڅې وکړي. "د کرپشن پرضد جهاد شروع کړئ، موږ له تاسې سره یو. د چا څه جرات چې له تاسو پیسې وغواړي؟ د چا څه جرات چې له تاسو رشوت وغواړي."

ده د خیبر پښتونخوا د قانون پلي کوونکو ادارو او انتظامیې ته د تحریک انصاف د غړو او پلویانو پرضد د مقدمو ختمولو لپاره د یوې اوونۍ وخت ورکړ.

ګنډه پور زیاته کړه چې که هغوی ثبوتونه لري نو هغه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي، که نه نو څوک دې "هسې نه ځوروي."

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو د فبرورۍ پر ۲۸مه د دندې لوړه وکړه.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو د فبرورۍ پر ۲۸مه د دندې لوړه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د اسمبلۍ غړو د سني اتحاد شورا بابر سلیم سواتی د سپیکر او ثریا بي بي یې د مرستیالې سپیکرې په توګه منتخب کړل.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۱۱۳ غړو د فبرورۍ پر ۲۸مه تر راتلونکو پینځو کلونو پورې د خپلو دندو لوړه وکړه.

د هغې غونډې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند غړو او پلویانو د انتخاباتي درغلیو پرضد د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاج وکړ.

انتخاباتي کمېشن او د پاکستان نګران حکومت ویلي دي چې د فبرورۍ اتمې ټاکنې بشپړې شفافې او منصفانه وې.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۴۵ دی چې ورڅخه یې ۱۱۵ د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او پکې ۲۶ د ښځو او څلور د مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ دي.

انتخاباتي کمېشن لا په هغه صوبه کې د ځانګړو استازو د ټاکنې امر نه دی خپور کړی او چې کله یې خپور کړي نو هغوی به هم سوګند وکړي.

د فبرورۍ پر اتمه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره انتخابات وشول او انتخاباتي کمېشن د دوو حلقو ټاکنې وځنډولې.

د نتیجو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو په اسمبلۍ کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی.

له دې پرته جمعیت علمای اسلام (ف) اووه، پاکستان مسلم لیګ (ن) پینځه، پیپلز ګوند څلور، جماعت اسلامي درې او پاتې څوکۍ نورو ګوندونو ګټلې دي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ په څېر په صوبايي اسمبلیو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ ۷۳ څوکۍ ولري نو حکومت جوړولای شي.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره اتحاد کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

په همدې حال کې د فبرورۍ پر ۲۸مه د بلوچستان اسمبلۍ نويو غړو هم لوړه وکړه او د فبرورۍ پر ۲۹مه د هغې صوبې سپیکر او د هغه مرستیاله هم منتخب شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب او سیند اسمبلیو غړو تېره اوونۍ لوړې وکړې او د روانې اوونۍ په پیل کې یې د صوبې اعلاوزیران هم منتخب کړل.

XS
SM
MD
LG