د افغانستان په هرات کې د شمالي ولایت فاریاب د فوټبال ټیم د یو لوبغاړي زندۍ (پانسي) شوی مړی موندل شوی دی.
د فاریاب د فوټبال ټیم "سرسبز یاشلر" د نومبر پر ۲۳مه په بیان کې ویلي چې پر فرهاد عادل لومړی برید شوی او بیا یې جسد ځړول شوی دی.
په هرات کې د طالبانو حکومتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د افغانستان د فوټبال فېدراسیون د نومبر پر ۲۳مه پر فېسبوک په بیان کې عادل د سرسبز یاشلر د پخواني لوبډلمشر په توګه یاد کړی او د هغه وژنه یې تایید کړې ده.
فېدراسیون او د هغه لوبډلې لا د نوموړي د مړینې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
ټاکل شوې وه چې هغه د نومبر پر ۲۴مه د افغانستان د کورني فوټبال د اتلانو لیګ په یوه سیالۍ کې لوبېدلای وای.
د فوټبال فېدراسیون د نومبر پر ۲۴مه پر فېسبوک په بل بیان کې ویلي دي چې د عادل د مړینې له وجې یې د نومبر پر ۲۴مه کېدونکې سیالي ځنډولې ده او بله نېټه به یې د اړینو پلټنو او د وضعیت تر ارزونې وروسته اعلان کړي.