د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه بند پاتې دي


 د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه بند پاتې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

د ۲۰۲۵ز کال له اکتوبر راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له وجې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ نیږدې ۱۰،۰۰۰ کانټېنرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته لارښوونه وکړه چې خپل کانټینرونه بېرته هغو بهرنيو هېوادونو ته بيا لېږلای شي چې له کومه ځایه چې راغلي ول. د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ یو شمېر تاجران وايي چې شاوخوا د۳،۰۰۰ کانټینرونه له کراچۍ بندر څخه دوبۍ او نورو هيوادونو ته بېرته صادر شوي دي خو له ایران سره د امريکا او اسراييلو د جګړې له امله یې هغو ملکونو ته نه شي لېږلای له کومو ځایونو چې راغلي ول. په دې اړه ويډيويي راپور.

XS
SM
MD
LG