په روژه کې د کراچۍ د خورما بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده
د روژې له راتګ سره د کراچۍ د خورما (کجورو) په بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. د لي مارکېټ له بازاره نه یوازې د ښار اوسېدونکي خورما اخلي، بلکې ورڅخه د پاکستان نورو برخو ته هم لېږدول کېږي. پېرودونکي یا ګاهکان وايي، سږ کال د خورما بیې لوړې دي. دوکانداران وايي، په پاکستان کې ډېره خورما له بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي له ایرانه، واردېږي. دوی وايي، په ایران کې په وروستیو کې سیاسي بې ثباتۍ او د هغه هېواد د حکومت د اضافي مالیو له وجې د خورما نرخ لوړ شوی دی. ویډیويي رپورټ.