د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې لاسي بم چاودنې ۱ ماشوم وژلی او بل ژوبل کړی دی


په سوات کې د ژغورنې د ادارې مامورین په چاودنه کې د اغېزمنو شویو ماشومانو سره ولاړ دي - د جنورۍ ۱۷مې انځور
په سوات کې د ژغورنې د ادارې مامورین په چاودنه کې د اغېزمنو شویو ماشومانو سره ولاړ دي - د جنورۍ ۱۷مې انځور

پولیس او د ژغورنې د ادارې چارواکي وايي په سوات کې د لاسي بم (ګرنیټ) چاودنه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سوات د مټې پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۷مه د چپریال په کماله شګۍ کلي کې ماشومانو لوبې کولې چې په خځلو کې یې لاسي بم موندلی او د چېړلو پر مهال ډزېدلی دی. پولیس وايي په چاودنه کې د یو ځايي اوسېدونکي ناصر خان زوی وژل شوی او لور یې ژوبله ده.

د سوات د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند نیاز محمد هم د پېښې پخلی وکړ او مشال راډیو ته یې وویل چې دوی په ګرنیټ چاودنه کې لګېدلي ماشومان روغتون ته رسولي دي. نوموړی وايي د ژوبلې ماشومې صحي وضعیت هم ښه نه دی.

بل پلو، پولیس وايي د هغوی پلټنې روانې دي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې تر دې وړاندې هم د لاسي بمونو په چاودېدو کې ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر پینځمه په پېښور کې درې افغان کډوال ماشومان د لاسي بم (ګرنیټ) په چاودنه کې ژوبل شوي وو.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG