د بنګله دېش لومړۍ وزیراعظمه خالده ضیا خاورو ته وسپارل شوه
په ډاکه کې د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضیا د جنازې مراسم ترسره شول. د هېواد د لومړۍ ښځینه وزیراعظمې په توګه پېژندل کېدونکې خالده ضیا ته د درناوي لپاره زرګونه کسان ورټول شوي وو. هغې د خپل مېړه او د بنګله دېش د پخواني ولسمشر، ريټايرډ جنرال ضياالرحمن تر وژل کېدو وروسته سياست پيل کړی وو او درې ځلې د هغه هېواد وزیراعظمه پاتې شوې وه. د رويټرز اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ: