د سري لنکا او پاکستان لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ په هغه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي چې د پايلوبې بله لوبډه به پکې معلومه شي.
د نومبر په ۲۷مه په راولپېنډۍ کې سیالي د پېښور له وخت سره سم پر ماښام شپږ او د کابل پر پینځه نیمو بجو پیلېږي.
د هغې لوبلړۍ درېيمه لوبډله زېمبابوې ده چې د نومبر پر ۲۵مه یې له سري لنکا خپله سيالي وبایلله. په هغه لوبه کې زېمبابوې په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې د پینځو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۶ منډې وکړې. راین برل او سکندر رضا ۳۷، ۳۷ او براین بېنېټ ۳۴ منډې وکړې.
د سري لنکا وانېندو هسرنګا او مهېش تیکشانا دوه، دوه او داسون شانکا یوه وېکټه واخیسته.
سري لنکا ټاکلی هدف په ۱۷م اوور کې د یوې وېکټې په زیان پوره کړ. پاتوم نېسانکا ۹۸ او کوشال مېنډېس ۲۵ منډې وکړې. نېسانکا د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
د دې سیاليو پايلوبه یا فاینل د نومبر پر ۲۹مه کېږي. د پاکستان لوبډله وار له مخې پايلوبې ته رسېدلې ده ځکه چې تر اوسه یې خپلې ټولې سیالۍ ګټلې دي.