ډاکتر فضل رحمان: رواني ستونزې د ځانوژنې یو مهم لامل دی
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو د ځانوژنې یا خودکشۍ او ځان ته د زیان اړولو پر نفسیاتي اړخ بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې په هرو ۴۵ ثانیو یا سېکنډونو کې یو کس ځانوژنه کوي. هغه سازمان دا عامې روغتیا ته ورپېښه یوه جدي ستونزه بولي او وايي، ډېری ځانوژنې په بې وزله او کمزوري اقتصاد لرونکو او مخ پر ودې هېوادونو کې کېږي. روغتیاپالان وايي، د ځان وژنې د فکر او خیال یو مهم لامل دماغي او رواني ستونزې دي چې ورته د کورنۍ، ټولنې او دولت پر کچ پام په کار دی. بشپړه خپرونه واورئ.
برخې
-
دسمبر 01, 2025ډبلیو اېچ او: اېډز هر کال شاوخوا ۶۳۰،۰۰۰ کسان وژني
-
مارچ 25, 2025له نري رنځه ځان څنګه ساتلای شو؟
-
مارچ 18, 2025تر وخت مخکې د ویښتو سپینېدو او تویېدو لاملونه څه دي؟
-
مارچ 05, 2025د زردانو حساسیت یا پولن الرجي څه ته وايي؟
-
فبروري 24, 2025په روژه کې صحت څنګه ښه ساتلای شئ؟
-
فبروري 17, 2025سرطان څه ډول ناروغي ده؟