د افغانستان په خوست ولايت کې د ګوزن ضد څلو ورځني کمپاين کې له درې لاکو څخه زیاتو ماشومانو ته واکسين کېږي.
د نومبر په ۲۳مه، په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغی پر ضد د واکسینو د څلور ورځني کمپاین پرانیسته وشوه.
هغه کمپاین، چې د نومبر له ۲۴مې به د نومبر تر ۲۷مې نیټې دوام وکړي، یوازې په خوست کې به شاوخوا درې لکه ۳۵ زره له پنځو کلونو کې څخه د لږ عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
د خوست روغتیايي مسوولینو له خلکو وغوښتل، چې خپل ماشومان دې خامخا واکسین کړي او له رضاکارانو سره دې همکاري وکړي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو دي، چې تر اوسه په کې د ګوزڼ یا پولیو پيښې موجودې دي.