پاکستان او زېمبابوې د کرکټ د ۲۰ اووره سیاليوو په لړ کې نن (د نومبر پر ۲۲مه) په راولپينډۍ کې سره سیالي لري.
لوبه د ځايي وخت مطابق ماښام شپږ بجې پيلېږي.
په دې لوبلړۍ کې درېيمه لوبډله د سري لنکا ده چې تر اوسه یې خپلې دواړې کړې لوبې بایللې دي. پاکستان خپلې مخکينۍ دوه لوبې له سريلنکا او زيمبابوې ګټلې دي. بلخوا زېمبابوې يوه سیالۍ له سرېلنکا خپله سیالي ګټلې وه.
د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.
ټاکل شوې وه چې په دې سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای. خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.
تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.