د اوکراین چارواکي به د نومبر پر ۲۳مه په جېنیوا کې له امریکايي چارواکو سره ملاقات کوي چې ورسره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ۲۸ نکتو مشتمل د "سولې پلان" بحث کړي.
د "پلان" په اړه د کیيف متحدین وايي چې دا زیات د روسیې په ګټه دی. د برتانیا، فرانسې او جرمني په مشرۍ د اوکراین اروپايي ملاتړو د "پلان" په اړه اندېښنه ښوولې ده چې لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی په ډاګه شوی البته ځینې مهمې برخې یې افشا شوې دي.
د دې تړون ډېر شرطونه له کییف څخه بشپړ رعایتونه غواړي چې پکې د روسيې د ډېرو غوښتنو څرک ښکاري. دې کې د اوکراین دونیڅک، لوهانسک او کرایمیا سیمې روسیې ته تسلیمېدل او ورسره د اوکرایني پوځیانو شمېر محدودول هم شامل دي.
په "پلان" کې دا هم شته چې کییف به په اییني توګه ځان پابندوي چې په ناټو کې به نه شاملېږي او د دې ترڅنګ به پر مسکو مالي بندیزونه نرمېږي. په بدل کې به اوکراین د امنیت په برخه کې ځینې ضمانتونه ترلاسه کړي چې زیاتره به د امریکا لخوا وي. د پلان تر مخې اوکراین ته به اروپایي اتحادیې کې د شاملېدو اجازه او ځينې مالي ګټې ترلاسه شي. روسیه به هم اړه وي چې له ځینو هغو اوکرایني سیمو څخه ووځي چې اوس مهال یې نیولې دي.
د اوکراین ولسمشر ويلي چې هېواد یې د تاریخ له "یوه تر ټولو سخت پړاو" سره مخامخ دی. وولودومیر زېلېنسکي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۱مه خپل ولس ته په وېډیويي بیان کې کړې وې. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا د جګړې پای ته رسولو لپاره پر کییف فشار راوړي چې له "یوې لانجمنې طرحې" سره موافقه وکړي.
د نوموړي په وینا هغوی د "یو مهم شریک له لاسه ورکولو" د خطر سره مخامخ دی، خو ټینګار یې وکړ چې اوکراین به پر خپلو ملي ګټو خيانت و نه کړي. زېلېنسکي قام ته په وینا کې ويلي چې حکومت به یې له امریکا او ټولو شریکانو سره په کراره کار وکړي. هغه ژمنه وکړه چې له واشنګټن سره به د حل لارې د موندلو لپاره "رغنده لټون" وکړي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د همدې ورځې په وینا کې فاکس نيوز سره خبرو کې وویل چې د نومبر ۲۷مه د اوکراین د مشرتابه لپاره د پرېکړې کولو مناسبه نېټه ده. بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا څرګنده کړه چې ماسکو د دې طرحې په اړه خبرو لپاره تيار دی او دا یې د سولې لپاره د احتمالي بنسټ په توګه یاد کړ.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې د ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.