په خیبر پښتونخوا کې د شاتو کاروباریان وايي له تاوان سره مخامخ دي
په خیبر پښتونخوا کې د شاتو فارمونه لرونکي او کاروباریان وايي له کله نه چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي، د هغوی روزګار ورسره خراب شوی دی. دوی وايي، زیات شمېر افغان کډوالو به پخوا د شاتو فارمونه لرل او یا به یې هم کاروبار کولو خو اوس داسې نه شي کولی نو همدا ده چې په خیبر پښتونخوا کې د شاتو صنعت مخ په خرابېدو دی. بل پلو، د پاکستان حکومت وايي له خپلې خاورې ټول غیرقانونه بهرنیان وباسي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې