د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا کې دوو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي


د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ کسان په نوښار کې د پرېوتې کوټې له ملبې کسان راوباسي ـ نومبر ۲۲، کال ۲۰۲۵ز
د ژغورنې ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ کسان په نوښار کې د پرېوتې کوټې له ملبې کسان راوباسي ـ نومبر ۲۲، کال ۲۰۲۵ز

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي په ایبټ اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه او په نوښار کې د یو کور د چت پرېوتو له وجې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال فیضي مشال راډيو ته وويل چې د ایبټ اباد په برن ګلۍ سيمه کې د نومبر په ۲۲مه یو ګاډی یوې کندې ته پرېووت چې د دوو ښځو په ګډون پکې شپږ کسان ووژل شول.

نوموړی وايي پېښه د ګاډي د برېکونو د فېل کېدو له وجې رامنځته شوې ده.

بلخوا د نوښار ضلعې د ژغورنې ادارې وياند نبيل خان مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر ۲۲مه په ډاګ جديد سيمه کې د یو کور د چت پرېوتو پېښه کې د يوې کورنۍ پينځه تنه ووژل شول چې څلور پکې ماشومان دي.

نوموړی وايي په پېښه کې درې کسان ژوبل هم دي.

د خیبر پښتونخوا په کليوالو سیمو کې ډېری کورونه کچه او له خاورو جوړ دي او اکثر په باراني موسم کې پرېووځي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG