د فلسطین معذوره فوټبالران وايي نهیلي نه دي
په فلسطین کې د اوږدمهالې ناکرارۍ او په غزې کې د جګړې پر مهال زرګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. سلګونه داسې لوبغاړي هم دي چې په جګړو کې د بدن له غړو محرومه شوي دي. اوس هغه معذوره لوبغاړي د فوټبال په لوبلړۍ کې برخه اخلي او وايي ولس ته د هیلې ورکولو لپاره لوبېږی. د دوی په وینا، په هر حال کې خپلو لوبو ته ادامه ورکول غواړي. د رویټرز اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.