پوتین چېرې دی؟
د "سېستېما" په نوم د مشال راډيو د روسۍ څانګې تحقیقاتي ډلې موندنې ښيي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د هېواد په درو جلا، جلا برخو کې شاوخوا یو ډول دفترونه کاروي او کرېملېن په بیا بیا خلک د نوموړي د ځای ځایګي په اړه غولولي دي. د سېستېما ډلې خبریالانو په رسمي ویډیوګانو کې د دروازو د کونډو په څېر وړې، وړې نخښې موندلې دي. پلټنې ښيي چې رسمي ویډیوګانې د دې ښوولو هڅه کوي چې ګواکې له مسکو سره نېږدې جوړې شوې دي. تفصیل د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.