د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له ۵ مرکزي اسیايي هېوادونو سره یو لړ موافقې اعلان کړې دي


ټرمپ او د کابینې غړي یې د مرکزي اسیايي هېوادونو له مشرانو سره د ماښامنۍ پر مهال - د نومبر شپږمې انځور.
ټرمپ او د کابینې غړي یې د مرکزي اسیايي هېوادونو له مشرانو سره د ماښامنۍ پر مهال - د نومبر شپږمې انځور.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له مرکزي اسیايي هېوادونو سره د سوداګریزو، معدني او سفارتي چارو یولړ موافقې اعلان کړې دي.

نوموړي دا تړونونه د نومبر پر شپږمه په واشنګټن کې د مرکزي اسیا د پینځو هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې کوربه توب پر مهال اعلان کړل.

ټرمپ وویل، له مرکزي اسیايي هېوادونو سره "تر بل هر وخت زیاتو پیاوړو" اړیکو ته ژمن دی.

د قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو د تعلقاتو دې نوي دور ته هرکلی ووایه.

ټرمپ وویل، له "بده مرغه پخوانیو امریکايي ولسمشرانو هغه سیمه په بشپړ ډول له پامه غورځولې وه خو زه یې په ارزښت پوهېږم."

تر دې ناستې مخکې قازقستان له امریکا سره د وولفرام یا ټنګسټن په نوم د یو فلزي عنصر د ایستلو یو لوی معدنیاتي تړون اعلان کړ. د موافقې له مخې به د کوف قاز کیپېټل ګروپ په نوم یو امریکايي شرکت د قازقستان د معدنیاتو له دولتي ادارې سره یو ځای د پروژې ۷۰ فیصده برخه واخلي چې د اټکل له مخې، ۱.۱ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالره لګښت لري.

د سرمشریزې له پایلو څخه، چې لا یې بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي، یوه هغه موافقه ده چې له مخې به یې د قازقستان، تاجکستان او ازبکستان په ملي شرکتونو ۳۷ بوینګ الوتکې پلورل کېږي.

له دې پرته، قازقستان له امریکايي کمپنیو سره د شاوخوا ۱۷.۲ اربه ډالرو ارزښت لرونکي تر ۳۰ زیات تړونونه اعلان کړل.

قازقستان داراز وویل، تمه لري چې په "ابراهیم یا ابراهام موافقو" ورګډ شي.

اسراییلو هغه دوه اړخیزه موافقې په ۲۰۲۰ز کال کې له متحده عربي اماراتو، بحرین او سودان او بیا وروسته له مراکش (المغرب) سره لاسلیک کړې وې. امریکا د هغو هېوادونو ترمینځ د اړیکو عادي کولو لپاره په خبرو کې د مینځګړي رول لوبولی وو. هغه موافقې د اسراییلو او عربي هېوادونو ترمینځ د همکارۍ چوکاټ برابروي.

قازقستان وار له مخه اسراییل په رسمیت پېژني او ورسره له اوږدې مودې راهیسې ډېپلوماټیک تعلقات پالي او پرېکړه یې تر ډېره علامتي یا سېمبولېک بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG