د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د بار لېږدوونکې الوتکې پرېوتو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی


په کینټکي کې د الوتکې تر پرېوتو وروسته له ځمکې لوګي خېژي - د نومبر څلورمې انځور.
په کینټکي کې د الوتکې تر پرېوتو وروسته له ځمکې لوګي خېژي - د نومبر څلورمې انځور.

د امریکا په جنوبي ایالت کینټکي کې د یوې بار لېږدوونکې الوتکې د پرېوتو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی دی.

پلټونکي وايي، پېښه د نومبر پر څلورمه مازیګر مهال د الوتکې په یو انجن کې د اور لګېدو له وجې شوې ده.

چارواکي وايي، د الوتکې پرېوتو او پکې د اورلګېدو له وجې پر ځمکه هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د جرمني خبري اژانس وايي، د کینټکي د لوييوېل ښاروال کرېګ ګرینبرګ د نومبر پر پینځمه ناوخته رسنیو ته وویل، په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی او پکې تر ۱۲ زیات کسان ژوبل هم دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت خراب دی.

سي اېن اېن ټېلېوېژن وايي، چارواکي په پېښه کې د مړینو د زیاتېدو وېره څرګندوي.

ټېلېوېژن زیاتوي چې چارواکو لا د پېښې ښکار شویو کسانو پېژندګلوي نه ده کړې.

اې اېف پي اژانس وايي، د مک ډانېل ډګلس - ۱۱ الوتکه هوايي ایالت ته پرواز کاوه چې د لوييوېل له محمد علي هوايي ډګره تر الوت لږ ساعت وروسته پرېوته.

په لوييوېل ښار کې پلټونکو خبریالانو ته ویلي، موندنې یې ښيي چې کیڼ یا چپ انجن د پرواز پر مهال له الوتکې جلا شو.

XS
SM
MD
LG