د اسراييلو په تازه بمباریو کې لسګونه فلسطينیانو ته مرګژوبله اوښتې
د غزې ولسي دفاع اداره وايي چې د اسراييلو په تازه بریدونو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل دي. بلخوا د اسراييلو دفاع وزارت دریځ لري چې د اکتوبر پر ۲۸مه يې د يوه سرتېري د وژنې په غبرګون کې هوايي حملې کړې دي. دا د غزې د سولې پر پلان تر لاسلیک وروسته دویم ځل دی چې اسراييلو پر غزې بريدونه کړي دي. اسراييلو زياته کړې چې تر تازه بریدونه وروسته اوربند بېرته عملي شوی دی. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ