نرښځیان وايي، که افغانستان ته ستانه شول نو ښايي ژوند يې له خطر سره مخ شي
په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته په سلګونه زره کسان له هېواد ووتل چې پکې يوشمېر نرښځیان هم ول. زیاتره خلک پاکستان ته کډه شول، خو اوس اسلام اباد د ټولو کډوالو له هېواده د شړلو فیصله کړې ده. دې اقدام د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی چې ورته په افغانستان کې ګواښونه دي. نرښځیان وايي چې که ستانه شول نو د دوی ژوند هم ښايي له خطر سره مخ شي. د وسیم سجاد ويډيو