د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا نرښځیانو د پولیسو ضد په عدالت کې درخواست دایر کړی دی


د کراچۍ په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې نرښځیانو په وار وار د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور
د کراچۍ په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې نرښځیانو په وار وار د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا نرښځیانو ټولنه وايي چې د پولیسو لخوا دوی ته د صوبې له بیلا بېلو ضلعو څخه د وتلو د امر خلاف یې په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې (ټرانس اېکشن الاینس) مشرې فرزانې ریاض د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور پرېس کلب کې د خبري غونډې پر مهال پر پولیسو تور پورې کړ چې پر خلاف یې چاپې وهي، ورباندې تشدد کوي او د ضلعو د پرېښودو امرونه کوي.

نوموړې تور پورې کړ چې پولیسو په سوات، مردان، پېښور، بونیر، صوابۍ، بټخېله، بنو، ډېره اسماعيل خان او هري پور کې پر نرښځیانو چاپې وهلي او ورته یې د وتلو امر کړی نو ځکه دوی د پولیسو د چلند خلاف عدالت کې درخواست جمع کړی دی.

په خبري غونډه کې نرښځیانو پولیس تورن کړ چې د دوی خلاف د تشدد او وژنې کېسونو، ورڅخه د قلنګ اخیستنې لپاره ټیلیفونونو د کېدو خلاف ګامونه نه پورته کوي.

په کراچۍ کې نرښځیانو مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00

دوی غوښتنه کړې چې پولیس دې دوی ته تحفظ ورکړي او د پاکستان د نورو اوسېدونکو په شان دې ورته حقونه ورکړل شي.

یوه بل نرښځې ماهي ګل په خبري غونډه کې وویل چې روان کال په نرښځيانو د تشدد تر ۱۰۰ زیاتې پېښې شوې او تر ۱۵ زیات وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو او حکومت د نرښځيانو د تازه څرګندونو په اړه لا څه ندي ویلي. خو د پېښور فقیر اباد تاڼې یو پولیس چارواکي ارشد خان مشال راډيو ته ویلي چې پولیس نرښځیانو ته ټولې اسانتیاوې ورکوي او د هغوی خلاف د تشدد او وژنې په کېسونو کې ککړو کسانو پر ضد به هرو مرو کاروايي کېږي.

مخکې د خیبر پښتونخوا د ټولنیزې خېر ښېګړې پخوانۍ سلاکارې مشال یوسفزۍ په جولايي میاشت کې رسنیو ته ویلي ول چې صوبايي حکومت د نرښځيانو د حقونو لپاره ګامونه پورته کوي او د هغوی په وژنه کې ککړ کسان به نیسي.

د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۸ز کال کې د نرښځيانو د حقونو قانون منظور کړی وو چې وروسته په ۲۰۲۲ کې ورباندې بېلا بیلو کړیو سخت اعتراضات وکړل چې ورسره قانون متنازعه شو.

XS
SM
MD
LG