د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې ډرون بريد کې ۲ کسان وژل شوي، ۲ نور ژوبل دي


د خيبر پښتونخوا په بنو کې د جانيخېلو کلی ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په بنو کې د جانيخېلو کلی ـ انځور له ارشيفه

د بنو ځايي خلک او د استخباراتي ادارې چارواکي وايي چې د هغې ضلعې په جانيخېلو (ځونيخېلو) کې د اکتوبر پر ۱۳مه په ډرون بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

استخباراتي چارواکو دعوه کړې ده چې په بريد کې يو وسلوال هم وژل شوی او يو ژوبل شوی دی.

هغوی دا نه ده په ډاګه کړې چې وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود او نه هم خپلواکه سرچينو تر اوسه د دې دعوې پخلی کړی دی.

د جانيخېلو يوه اوسېدونکي حنیف الله د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د هغې سيمې په نصري خیل کلي کې د یو دوکان (پلورنځي) مخې ته خلک ناست ول، چې ډرون بريد ورباندې وشو او په نتيجه کې يې دوه عام کسان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

د نوموړي په وينا، ژوبل کسان يې د درملنې لپاره پېښور ته وړي، خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

که څه هم استخباراتي چارواکي دعوه کوي چې د برید هدف هلته موجود وسلوال او په بريد کې يو وسلوال وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی، خو ځايي خلکو د دې دعوې پخلی نه دی کړی او وايي چې وژل شوي او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.

په جانيخېلو کې تر دې وړاندې هم يو شمېر کسان په ورته بريدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي، او خلکو يې پرضد په وار وار احتجاجونه کړي دي.


ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې وخت په وخت ډرون بريدونه کېږي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د سېپټېمبر پر ۱۷مه د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د اګست پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه ژوبله شوې او د غېږې ماشوم یې وژل شوی دی.

تر هغه وړاندې، د اګست پر لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور په ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبلې شوې دي.

هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.

تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.

خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي ول چې په هغه صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي.

بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.

XS
SM
MD
LG