د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او د مينځګړو هېوادونو مشرانو د غزې د اوربند سند لاسلیک کړ


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۳مه په شرم الشيخ کې د غزې د سولې سرمشريزې ته وينا کوي.
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۳مه په شرم الشيخ کې د غزې د سولې سرمشريزې ته وينا کوي.

د امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو د اکتوبر پر ۱۳مه د مصر په تفريحي ښار شرم الشيخ کې د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه.

په دې اقدام سره د اسراييلو او حماس ترمينځ په غزه کې څه باندې دوه کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده.

پر ټرمپ سربیره د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

په شرم الشيخ کې جوړه شوې هغه سرمشريزه کې د بریتانيې وزيراعظم کيير سټامر، د جرمني وزيراعظم فيدريش مرڅ، د فرانسې ولسمشر ايمانویل مېکرون، د اردن پاچا دویم عبدالله او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون کړی وو.

د هغې سرمشريزې کوربتوب د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي کاوه.

په سرمشريزه کې د سعودي په ګډون د یوشمېر عربي هېوادونو چارواکي هم په حاضر ول، خو د ایران او اسراییلو مشران نه ول ورغلي.

ټرمپ د شرم الشیخ غونډې په پيل کې وویل: " نن د نړۍ لپاره فوق العاده ورځ ده، د منځني ختیځ لپاره فوق العاده ورځ ده."

نوموړي د غزې د اوربند سند "د قوانینو او مقرراتو یوه ټولګه" وبلله چې په وینا یې ډېره هر اړخیزه ده، خو تر اوسه د سند کره جزيات نه دي خپاره شوي.

د غونډې ګډونوالو د غزې جګړې د پای ته رسولو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ رول وستایه.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر مراسمو لږ مخکې ټرمپ ته په خطاب کې وویل: " تاسو یوازې هغه څوک ياست چې سیمه کې د سولې راوستلو وړتیا لرئ".

اسراييلو او حماس د يو بل يوشمېر بنديان خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

السیسي له خپل امریکایي سیال څخه وغوښتل چې د غزې د بیارغونې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې ده چې جرمني او مصر په ګډه دغه کنفرانس په راتلونکې نومبر میاشت کې په قاهره کې ترسره کړي.

د مصري سرچینو په باور، تر اوسه د دغه کنفرانس کره نېټه نه ده ټاکل شوې.

د شرم الشیخ تر سرمشريزې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۳مه حماس له اسراييلو تښتولي پاتې ۲۰ ژوندي يرغمليان او د څلورو برمته شویو مړي اسراییلو ته وسپارل.

ټاکل شوې ده چې حماس د ۲۸ نورو برمته شویو اسرايیلیانو مړي هم ژر اسراییل ته وسپاري.

د دې په غبرګون کې اسراییلو ۱،۹۶۸ بنديان له خپلو زندانونو ازاد کړل چې اکثره يې فلسطینیان ول.

خوشې کړل شوي ځينې بنديان مصر او ترکيې ته ولېږدول شول، او یو شمېر نور بیا غزې ته ولاړل او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

په غزه کې تر اوربند وروسته لسګونه زره فلسطینیان خپلو ویجاړ شویو کورونو ته، چې د شمالي غزې په ساحلي سیمو کې موقعیت لري، بېرته ور روان دي.

ګڼ شمېر بې کوره کسان غزې ته ستانه شوي خو پکې یو شمېر خپل کورونه نه شي موندلای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، په نړیواله کچه د اسراییلو لا منزوي کېدو ته په کتو د امریکا ولسمشر هڅې زیاتې کړې چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG