د پاکستانيو او طالب ځواکونو ترمينځ جګړه کې دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اکتوبر ۱۱مې شپې مهال له سختو نښتو وروسته یو بل ته د درنو مرګژوبلو اړولو دعوې کړې دي. د پاکستان پوځ ویلي چې د طالبانو ځواکونو بې له پارونې بريد ورباندې وکړ کړی او ۲۳ سرتېري يې ورووژل. بلخوا د طالبانو حکومت دغو نښتو ته د "انتقامي برېدونو" نوم ورکړی او ویلي دي چې د نښتو پر مهال د دوی اړخ ته نهه طالبان وژل شوي دي. د رویټرز او اژانس فرانس پرېس له ويډیوګانوجوړ رپورټ.