د مصر تفریحي ښار شرم الشیخ ته نېږدې په یوه ټرافیکي پېښه کې د قطر درې سفارتکاران وژل شوي دي.
رويټرز خبري اژانس د اکتوبر پر ۱۲مه د دوو امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړی دی چې په پېښه کې دوه نور قطري سفارتکاران ژوبل شوي هم دي.
د سرچینو په وینا، د دې سفارتکارانو ګاډی له ښاره ۵۰ کیلوميتره ليرې اوښتی وو.
تر اوسه روښانه نه ده چې ایا دا سفارتکاران د قطر د مرکچي پلاوي غړي ول او که نه.
د قطر یوه پلاوي په وروستیو کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سولې د طرحې په چوکاټ کې په شرم الشیخ کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمينځ خبرو کې منځګړتوب کاوه.
د ټرمپ د سولې پلان
ټاکل شوې ده چې د اکتوبر پر ۱۳مه په شرم الشیخ کې د ټرمپ د سولې پلان د بشپړولو لپاره نړیواله ناسته جوړه شي.
د غزې او منځني ختيځ په اړه د هغې سرمشريزې مشري د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي کوي.
رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو د مصر د ولسمشر دفتر په حواله خبر ورکړی دی چې په دې سرمشريزه کې به له ۲۰ زیاتو هېوادونو مشران ګډون وکړي.
د غونډې موخه د غزې روانه جګړه پای ته رسول او په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات هڅې پیاوړې کول دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د بریتانیا وزيراعظم کیير سټامر، د ایټالیې وزيراعظمه جورجیا میلوني، د هسپانیې وزيراعظم پېدرو سانچېز او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په هغه سرمشريزه کې ګډون تایید کړی دی.
خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا د اسراییلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو یا د فلسطیني وسلوالې ډلې حماس کوم استازی به په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې لسګونه زره فلسطینیان خپلو ویجاړ شویو کورونو ته، چې د شمالي غزې ساحلي سیمو کې موقعیت لري، بېرته روان دي.
د سولې پلان د لومړي پړاو له مخې باید په غزه کې یرغمل ټول کسان خوشي کړل شي او اسراییلي ځواکونه به ټاکل شوي حد ته بېرته ستنېږي.
د پلان له مخې، اسراییل به هغه شاوخوا ۲۵۰ فلسطینیان چې د ټول عمر بند سزا ورته اورل شوې، خوشي کوي. د دې ترڅنګ شاوخوا هغه ۱،۷۰۰ کسان به هم خوشې کړل شي چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسراییل تر برید وروسته نیول شوي ول.
حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې ځایه شوي دي.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.
پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.
د رويټرز خبري اژانس په وينا، په نړیواله کچه د اسراییلو لا منزوي کېدو ته په کتو د امریکا ولسمشر هڅې زیاتې کړې چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.