د بلوچستان د خاران په مسکان قلات سيمه کي ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر پر شپږمه د ځايي عدالت قاضي محمد جان له خپل دفتر څخه تښتولی دی.
د مسکان قلات سیمي د پولیسو تاڼې مشر منظور احمد په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې وسلوالو د قاضي دفتر او ځينو نورو سرکاري ودانيو ته اور اچولی او د يو وکيل ګاډی يې هم له ځان سره بېولی دی.
تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
تر پېښې وروسته پوليسو شاوخوا سيمه محاصره کړې او د لټون عمليات يې پیل کړي دي، خو تر اوسه يې څوک نه دي نيولي.
په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.
د اګست پر ۱۰مه ناڅرګنده وسلوالو د بلوچستان د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي تښتولی وو چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه يې مړی د هرنایي په زردالو سيمه کې وموندل شو.
تر هغه وړاندې د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی د جون پر څلورمه د هغې ضلعې له تکران سیمې څخه تښتول شوی وو. خو د کېچ ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټېلېفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟
د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.