د خوست د نريزي سيمې ولس د اوبو د بند جوړولو غوښتنه کوي
د افغانستان د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د نریزي سیمې اوسېدونکي په هغه سیمه کې د اوبو د یو اساسي بند د جوړولو غوښتنه کوي. دوی زیاتوي، پخوا يې سیمې ته د سروې لپاره ډلې ورغلې وې او د هغو مسلکي کسانو د معلوماتو پر بنسټ د دې سیمې اوبه د کافي برېښنا د تولید او د پراخو کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري. بلخوا ځايي چارواکي وایي چې په نریزه کې د اوبو د بند جوړېدل د اوبو او انرژی وزارت لخوا په پلان کې نیول شوی او د بودیجې په ځانګړې کېدو سره به يې د جوړېدو عملي چارې پیل شي. په دې اړه ويډيويي راپور وګورئ.