د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انټرنېټ بحالېدو وروسته افغانستان ته ځنډول شوي پروازونه بېرته پیلېږي


کام ایر ویلي چې د کتوبر له دويمې به یې الوتنې له پلان سره سم ترسره شي. پخوانی انځور
کام ایر ویلي چې د کتوبر له دويمې به یې الوتنې له پلان سره سم ترسره شي. پخوانی انځور

ځينو نړیوالو هوايي شرکتونو اعلان کړی دی چې د اکتوبر له دويمې افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیلوي.

کام ایر هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نن (اکتوبر دويمې) به یې الوتنې له پلان سره سم ترسره شي.

ترکش ایرلاین او فلای دوبۍ هم په خپلو رسمي ووبپاڼو ليکلي چې د دوی الوتکې به يې نن (اکتوبر دویمه) د کابل پر هوایي ډګر کې کوزې شي.

تر دې وړاندې د آریانا افغان هوايي شرکت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ماښام اعلان کړی وو چې "الوتنې به یې له همدې شپې څخه دوبۍ او جدې ته بیا پیل شي".

دا پروازونه وروسته تر هغې ودرول شوې چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه په ټول افغانستان کې انټرنېټي او مخابراتي شبکې پرې شوې چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه بېرته فعالې شوې.

XS
SM
MD
LG