د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ویلي چې اداره یې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د زپورېژیا ایټمي بټۍ ته د بجلۍ پر بېرته ورکولو کار کوي.
رفایل ګراسي د سېپټېمبر پر ۳۰مه ویلي چې هغه د دواړو خواوو (روسیې او اوکرایني) چارواکو سره د دې معاملې زر تر زره هوارولو لپاره کار کړی دی.
د اوکراین ولسمشر و,لودیمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې ویلي ول چې د بېړني حالت اوومې ورځې ته د رسېدو وروسته په ایټمي بټۍ کې وضعیت لا خراب شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې بټۍ ته د ډیزولو د جنرېټرونو له لارې بجلۍ رسوي او د روسیې د ډزو له وجې د بجلۍ مزي او د ساسي خونديتوب د بحالۍ کارونه د ځنډ ښکار دي.
د روسیې چارواکو په ایټمي بټۍ کې د اوسني وضعيت په اړه کوم بیان نه دی ورکړی.
د زپورېژیا ایټمي بټۍ په اروپا کې تر ټولو لویه هغه ده. دا بټۍ روسي پوځیانو تر هغې لږ وروسته ونیوله چې مسکو د ۲۰۲۲ز کال په فيبرورۍ کې پر اوکراین بشپړ یرغل وکړ.