د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان مشرانو د اکتوبر پر نهمه يوه لویه جرګه وربللې ده


په شمالي وزیرستان کې مشرانو د امنیت په اړه يوشمېر جرګې کړې دي. پخوانی انځور
په شمالي وزیرستان کې مشرانو د امنیت په اړه يوشمېر جرګې کړې دي. پخوانی انځور

په بنو کې د اتمانزو او بنو وزیرو جرګې پر حکومت غږ کړی چې د پوځی عملیاتو پر مهال دې د ځاني او مالي زیانونو مخنيوی وکړي او تړل شوې لارې دې خلاصې کړي.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه نېټه د شمالي وزیرستان او بنو په لسګونو مشرانو په بنو کې جرګه وکړه چې پکې په شمالي وزیرستان، بنو او شاوخوا سيمو کې د روانو پوځي عملیاتو او د وسلوالو د بریدونو په نتیجه کې د ولس د کړاوونو جاج واخیستل شو.

د جرګې ویاند مفتي بیت الله مشال رېډیو ته وويل چې دوی د اکتوبر پر نهمه د بلې جرګې وربللو فیصله کړې ده چې پکې به د شمالي وزیرستان او بنو د هرې قبیلې دېرش، دېرش مشران او ځوانان ګډون کوي. د ده په خبره، جرګې غوښتنه وکړه چې د بنو او شمالي وزیرستان تړل شوې لارې دې خلاصې شي، د وسلوالو او پوځ ترمینځ نښتو کې دې ولسي وګړو ته د رسېدونکو ځاني او مالي زیانونو مخنيوی وشي او د لارو تړل دې نور ختم شي.

د اتمانزو مشران وايي د جرګې پر مهال یې له پوځ سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

دوی دا غوښتنه هم کړې ده چې حکومت دې له بنو د واپډا د تښتول شويو کارکوونکو د ازادېدو لپاره کوټلی ګامونه پورته کړي.

د شمالي وزيرستان په ګډون، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو)، جنوبي وزیرستان، باجوړ او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG