د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت يو امريکايي وګړی خوشی کړی دی


له چپې خوا دویم کس په افغاني کالیو کې امیر امیري دی چې تازه له زندانه خوشې شوی.
له چپې خوا دویم کس په افغاني کالیو کې امیر امیري دی چې تازه له زندانه خوشې شوی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت يو امریکايي وګړی له زندانه خوشی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له زندانه د امریکايي تبعه امیر امیري د ازادېدو هرکلی کړی دی. مارکو روبیو، په اېکس پاڼه (پخوانی ټويټر) په یوه بیان سره د امیر امیري د ازادېدو د هرکلي تر څنګ ویلي دي چې "په ناحقه په افغانستان کې بندي شوی وو."

نوموړي د امیر امیري د خوشې کېدو په برخه کې د قطر هېواد د رول لوبولو مننه هم کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سپټېمبر پر ۲۸مه ناوخته اعلان وکړ چې د "امیر امیري" په نوم یو امریکایي تبعه د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي د غیر مترقبه سفر پر مهال له زندانه ازاد شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بولر سره په لیدنه کې ویلي چې د هغوی حکومت "د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري، بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې د حل په لټه کې دی. " نوموړي دا اقدام د مثبت پرمختګ په لور یو ګام بللی او د قطر د دولت له اغېزمن رول څخه یې مننه کړې ده.

تر دې وړاندې طالبانو د سېپټېمبر پر ۱۹مهیو برتانوی مېړه او مېرمن چې له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې په افغانستان کې د نامعلومو تورونو له مخې نیول شوي وو، خوشې کړي ول. قطر د دوی په خوشې کولو کې مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG