د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو په پینځمه لوبه کې پاکستان بنګلادېش ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.
د سېپټېمبر پر ۲۵مه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې بنګلادېش د لوبې پچه (ټاس) وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په تاوان ۱۳۵ منډې جوړې کړې.
د ۱۳۶ منډو د هدف په ځواب کې بنګلادېش په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په تاوان ۱۲۴ منډې جوړې کړې او په دې توګه لوبه پاکستان په خپل نوم کړه.
هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې دي چې تر مینځ یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره کېږي.
د ایشیا کپ د دویم پړاو په لومړیو څلورو لوبو کې هند بنګلادېش ته، پاکستان سري لنکا ته، بنګلادېش سري لنکا ته او هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د دویم پړاو شپږمه لوبه نن (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) د هند او سري لنکا ترمینځ په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل پر وخت د ماښام پر اووه او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي. د دویم پړاوو د لوبو پایلو ته په کتو، د اسیا جام د کرکټ د لوبو سږنۍ پایلوبه به د هند او پاکستان د لوبډلو ترمینځ وي.