د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅو محصلینو د ټولنې پخوانی مشر زبیر بلوڅ ووژل شو


دالبندین د بلوچستان د چاغي ضلعې مرکز دی.
دالبندین د بلوچستان د چاغي ضلعې مرکز دی.

د بلوچستان ملتپاله ګوند نيشنل پارټۍ تور پورې کړی چې مليشه ځواکونو د بلوڅو محصلینو د ټولنې (بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن یا بي اېس او) پخوانی مشر په ډزو ویشتلی دی.

ګوند رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه ملیشه ځواکونو د بي اېس او د پخواني مشر زبیر بلوڅ پر کور چاپه ووهله او پر دې مهال يې هغه په مبینه توګه په ډزو وویشت. بیان زیاتوي چې زبیر بلوڅ د ایین او قانون په چوکاټ کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره غږ پورته کاوه.

بل پلو، د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګتي د سېپټېمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په دالبندین کې دوه ترهګر وژلي دي چې یو یې زبیر او بل یې نثار نومېدل. هغه وړاندې وویل، دواړه ترهګر د امنیتي سرتېرو لخوا وروسته له هغې په ډزو وویشتل شول چې د زبیر بلوڅ له کوره پرې لومړی ډزې وشوې او د هغه په وینا یو امنیتي سرتېری یې ژوبل کړ.

په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم بلوڅ ملتپال سیاسي او مدني فعالان په مرموز ډول وژل شوي دي. بلوڅ فعالان او د حقونو غوښتونکي تور پورې کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د هغوی کسان لادرکه کوي او بیا چې یې څوک پوښتنه کوي نو د هغوی پر ضد هم کارروايي کېږي.

د پاکستان پوځ البته په پراخ کچ د بلوڅانو ورکولو تور ردوي او دعوه کوي چې ډېری هغه کسان چې بې درکه بلل کېږي له وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي او ځینې یې په عملیاتو او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG