د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو د دویم پړاو په څلورمه لوبه کې هند بنګلادېش ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې بنګلادېش د لوبې پچه (ټاس) وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په تاوان ۱۶۸ منډې جوړې کړې. د هند له غاړې ابیشېک شرما ۷۵منډې جوړې کړې.
د ۱۶۹ منډو د هدف په ځواب کې د بنګلادېش ټوله لوبډله په ۲۰م اوور کې چې لا درې توپونه پاتې ول، په ۱۲۷ منډو وسوځېدله. په دې توګه دا لوبه هند په ۴۱ منډو وګټله. د بنګلادېش سیف حسن ۶۹ منډې وکړې.
هند، پاکستان، سري لنکا او بنګلادېش د سږني ایشیا کپ هغه څلور غوره لوبډلې دي چې تر مینځ یې په دویم پړاو کې لوبې ترسره کېږي.
د ایشیا کپ د دویم پړاو په لومړیو درو لوبو کې پاکستان سري لنکا، بنګلادېش سري لنکا او هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د دویم پړاو پینځمه لوبه نن (د سېپټېمبر پر ۲۵مه) د پاکستان او بنګلادېش ترمینځ په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل پر وخت د ماښام پر اووه او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو د دوبۍ په لوبغالي کې پیلېږي.
لوبه د سېپټېمبر پر ۲۴مه د هند او بنګلادېش ترمینځ ده. په راروانو لوبو کې بنګلا دېش او پاکستان د سېپټمېبر پر ۲۵مه او هند او سری لنکا د سېپټېمبر پر ۲۶ مخامخېږي.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.